لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ اؤ سينډرز دنيو هيمپشائر پرائمري انتخابات ګټلي


 دنهې په ورځ دووټنګ دعمل دختميدو سره سم دميډيا تقريباً ټولو لويو ادارو سينډرز اؤ ټرمپ دګټونکو په توګه وړاندې کړي.
دنهې په ورځ دووټنګ دعمل دختميدو سره سم دميډيا تقريباً ټولو لويو ادارو سينډرز اؤ ټرمپ دګټونکو په توګه وړاندې کړي.

دامريکا دنوي صدر لپاره دنامزدګۍ دکانديد په توګه زغل کې شامل ريپبلکن ډونلډ ټرمپ اؤ ډيموکريټک برني سينډرز دنيو هيمپشائر پرائمري انتخاباتو کې برترۍ ترلاسه کولو کې کامياب شوي دي.

دنهې په ورځ دووټنګ دعمل دختميدو سره سم دميډيا تقريباً ټولو لويو ادارو سينډرز اؤ ټرمپ دګټونکو په توګه وړاندې کړي.

امريکائي ميډيا کې تر دې مهاله مخې ته دراغلو نتيجو ترمخه دريپبلکن له لوري دنامزدګۍ کانديد ارب پتي کاروباري شخصيت ډونلډ ټرمپ د٣٥ فيصدو ووټونو سره دټولو پسر کې دى اؤ داوهائيو رياست ګورنر جان کاسچ د١٦ فيصدو ووټونو سره په دوهم نمبر دى.

دکاميابۍ څخه وروستو خپلو پلويانو ته په وينا کې ټرمپ وويل مونږ به امريکا يوځل بيا يو لويې هيواد جوړوؤ، خو مونږ به دا په روايتي انداز کې کوؤ، مونږ به بيا ګټل شروع کوؤ اؤ مونږ به دومره کاميابيږو چې تاسو به بې حده خوشحاله يئ

بل لوري ته دډيموکريټک له لوري دنامزدګۍ کانديد درياست ورمونټ څخه سينيټر برني سينډرز پخپلې مخالفې پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټ واضحه اکثريت ترلاسه کړى دى اؤ تردې مهاله مخې ته دراغلو نتيجو ترمخه هغه ٦٠ فيصده اؤ هيلري ٣٩ فيصده ووټونه اخستي.

تيره اوونۍ آئيووا کې شوې مقابله کې دسينډرز اؤ هيلري ترمينځ مقابله تقريباً برابر پاتې شوې وه خو نيو همپشائر کې نتيجې بيښې مختلفې دي.

سينډرز دخوشحالۍ په انداز کې وئيلي دي مونږ په ګډه سره داسې پيغام ورکړى دکوم غږ چې به وال سټريټ څخه واشنګټن اؤ مئين څخه کيليفورنيا پورې اوريدل کيږي اؤ هغه دا چې زمونږ دعظيم ملک حکومت دټولو دى نۀ چې يواځې مهم کې دبرخه اخستونکو يو موټى دولت مندو شراکت دارانو اؤ دهغوي دکميټيو

هيلري کلنټن دخپل خاوند اؤ امريکا دپخواني صدر بل کلنټن سره يوځايې اسټيج ته ورغلې اؤ په ډاګه يې خپله ماتې منلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG