لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې په غيرملکيانو دحملې خطره ده،امريکا


 کابل کې دامريکائي سفارت خانې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دانټلي جنس اطلاعاتو ترمخه تندلاريتوب پلازمينه کابل کې دهاغو ميلمستونونو دپه نخښه کولو منصوبه بندي کوي چرته چې غيرملکيان پاتې کيږي.
کابل کې دامريکائي سفارت خانې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دانټلي جنس اطلاعاتو ترمخه تندلاريتوب پلازمينه کابل کې دهاغو ميلمستونونو دپه نخښه کولو منصوبه بندي کوي چرته چې غيرملکيان پاتې کيږي.

امريکا افغانستان کې موجودو خپلو وګړو ته دتندلاريتوب دممکنه خطرې په نظر کې نيولو سره دبيدار اوسيدو وينا کړې ده.

کابل کې دامريکائي سفارت خانې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دانټلي جنس اطلاعاتو ترمخه تندلاريتوب پلازمينه کابل کې دهاغو ميلمستونونو دپه نخښه کولو منصوبه بندي کوي چرته چې غيرملکيان پاتې کيږي.

بيان کې وئيل شوي دي تر دې مهاله دحملو ددقيق وخت، هدفونو، مقام اؤ طريقه کار لړ کې نور معلومات نۀ دي ترلاسه شوي خو ددغه نوعيت دحملو فوري خطره ده.

بيان کې وئيل شوي دي قوي امکان دى چې جنګيالي دکابل قلعه فتح الله سيمه کې موقعيت لرونکي ميلمستونونه په نخښه کړي اؤ انصاري چوک اؤ حاجي يعقوب چوک سره نزدې هم ميلمستونونه په نخښه کيدى شي.

سفارت خانې امريکائي وګړو ته دافغانستان دغيرضروري سفر څخه دډډې کولو وينا کړې اؤ وئيلي يې دي چې دافغانستان وضعيت زيات بې ثباته دى اؤ دغلته ټولو امريکايانو ته دسخت نوعيت خطرې پيښې دي.

کابل کې دطالبانو ځانمرګيانو اؤ وسله والو جنګيالو دتيرو څو مياشتو په مهال دميلمستونونو په ګډون سيمه ييز اؤ غيرملکي هدفونه په نخښه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG