لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي بجټ کې پاکستان لپاره ٨٦ کروړه ډالر بيل کړل شوي

 دامريکا دخارجه محکمې دوياند ترمخه دې کې ٢٦ کروړه اؤ ٥٠ لکه ډالر دپوځي سازوسامان، مرستې دپيسو اؤ ترهه ګرۍ په ضد جګړې لپاره ايښودل شوي دي.

داکتوبر څخه پيل کيدونکي دنوي کال په مجموعي توګه دڅلورو ټريلينو دماليت وړانديز کړل شوى امريکائي وفاقي بجټ صدر براک اوباما دنهې په ورځ منظورۍ لپاره کانګريس ته ليږلى.

دخارجه محکمې دوياند دنهې په ورځ ميډيا ته دبريفنګ ورکولو په مهال وويل بجټ کې دمرستې اؤ پوځي کارروائيو دپيسو لړ کې افغانستان لپاره 2.5 اربه ډالر اؤ پاکستان لپاره خواؤشا ٨٦ کروړه ډالر رقم ځانګړى کړل شوى، ترڅو دواړو هيوادونو سره خپله ژمنه دوامداره وساتلى شي، چې پکې دتشدد څخه دډک تندلاريتوب په ضد جګړه شامل ده.

خو وياند وويل دامريکا زياتره اوليت دنړيوال نوعيت دى کوم چې يوې سيمې پورې محدود نۀ دى ، نو ځکه دمجموعي چيلنجونو مقابلې لپاره مونږ په سيمه ييزو اؤ بين المللي تنظيمونو انحصار کوؤ دبيلګې په توګه ملګري ملتونه.

نو ځکه وياند وويل دبجټ وړانديزونو کې بين المللي ادارو، دامن مشن اؤ دامنيت څانګه کې په نړيواله کچه اصلاحاتي کاوش لپاره درقم دورکړې دمنظورۍ وينا شوې ده.

ددې ترڅنګ وياند وويل دمهاجرينو دموجوده بد بحران مخنيوي لپاره د6.2 اربو ډالرو درقم دمنظورۍ خواست شوى چې دغه شان دهاغو هيوادونو مدد وکړل شي کوم چې دمهاجرينو دستونزې سره زيات مخ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG