لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: دارمي پبلک سکول ددوؤ مجرمانو دمرګ په سزا دعمل درامد دځنډولو امر

 دراپورونو ترمخه دې مجرمانو کې تاج محمد اؤ علي رحمان دپيښور په ارمي پبلک سکول ترهه ګريزه حمله کې داسانتيا ورکوونکو کردار ترسره کړى ؤ اؤ محمد عمران دامنيتي ځواکونو په يوه چوکۍ اؤ قاري زبير نوښار کې په يو جومات حمله کې ککړ ؤ.

دپاکستان سترې محکمې دپوځي عدالتونو لخوا دمرګ دسزا ترلاسه کړو څلورو مجرمانو په سزاګانو عمل درامد ځنډولى دى.

دراپورونو ترمخه دې مجرمانو کې تاج محمد اؤ علي رحمان دپيښور په ارمي پبلک سکول ترهه ګريزه حمله کې داسانتيا ورکوونکو کردار ترسره کړى ؤ اؤ محمد عمران دامنيتي ځواکونو په يوه چوکۍ اؤ قاري زبير نوښار کې په يو جومات حمله کې ککړ ؤ.

دنهې په ورځ دسترې محکمې جج دوست محمد په مشرۍ کې دوه کسيز بينچ دمجرمانو لخوا دداخل کړل شوؤ خواستونو اوريدنه کړې اؤ په سزاګانو يې دعمل درامد دځنډولو حکم وکړو.

دمجرمانو وکيلانو خواستونو کې دريځ خپل کړى ؤ چې دپوځي عدالتونو له لوري دهغوي دمقدمو داوريدنې لپاره نۀ خو هغوي ته دخپلې مرضۍ دوکيل څخه دګټې اخستو اجازه ورکړل شوې وه نۀ اؤ نۀ هم په سزاګانو دپريکړې کوم ريکارډ ورکړل شوى.

سترې محکمې دپوځي عدالتونو په فيصله دامتناعي حکم جاري کولو په ترڅ کې اټارني جنرل اؤ دپوځ قانوني څانګې جيګ برانچ ته نوټسونه جاري کړل.

دمقدمې راتلونکې اوريدنه به په ١٦مه فرورۍ کيږي.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په ګډون خواؤشا ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ دکوم څخه وروستو چې پاکستان کې دترهه ګرو دمرګ دسزا څخه بنديز پورته کړل شوى ؤ اؤ تر دې مهاله دغه هيواد کې د٣٠٠ؤ څخه زيات کسان تيزندي کړل شوي، ددې ترڅنګ ائين کې ترميم شوى اؤ دوؤ کلونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي چې پکې دترهه ګرۍ دمقدمو اوريدنه پيل شوې ده.

دنهې په ورځ چې دکومو مجرمانو دمرګ په سزا عمل درامد اودرول شوى هغوي له دې وړاندې دخپلو سزاګانو خلاف دپيښور هائيکورټ ته مراجعه کړې وه خو دهغوي اپيل رد کړل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG