لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش افغانستان کې دلرګو غيرقانوني کاروبار کوي، چارواکي


 سيمه ييز افغان چارواکي وائي دغه تندروه ډلې دونو دکټ کولو مشينونه درامد کړي اؤ دننګرهار ولايت په اچين، نازيان اؤ برنو اولسواليو کې ونې ريبي.
سيمه ييز افغان چارواکي وائي دغه تندروه ډلې دونو دکټ کولو مشينونه درامد کړي اؤ دننګرهار ولايت په اچين، نازيان اؤ برنو اولسواليو کې ونې ريبي.

افغان چارواکو اؤ قبائيلي مشرانو وئيلي دي تندروه ډلې داعش ګاونډي هيواد پاکستان ته دلرګي دسمګل کولو لپاره دافغانستان ځينو ختيزو برخو کې دونو ريبل شروع کړي دي.

سيمه ييز افغان چارواکي وائي دغه تندروه ډلې دونو دکټ کولو مشينونه درامد کړي اؤ دننګرهار ولايت په اچين، نازيان اؤ برنو اولسواليو کې ونې ريبي.

دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې دلرګو نه ډک ټرکونه روزانه په شکمنه توګه پاکستان ته ليږي کيږي اؤ ريبل کيدونکي ځينې لرګي دافغانستان په مقامي منډايانو کې خرڅولى شي.

دنازيان يو قبائيلي مشر ملک هاشم دپاک افغان پولې دحوالې په ورکولو سره وائس اف امريکا ته وئيلي دي دډيورنډ دکرښې نزدې سيمو څخه سمګلنګ کولى شي.

قبائيلي مشرانو وئيلي دي افغان حکومت دلرګو په دغه سمګلنګ سترګې پټوي.

دچين يو قبائيلي مشر ملک افسر وائس اف امريکا ته وئيلي دي حکومت دې لړ کې هيڅ نۀ دي کړي.

هغه وئيلي دي داعش لپاره دلالي کوونکي مقامي خلک لرګي منډايانو ته رسوي.

دولايتي حکومت يو وياند وئيلي دي هغوي تر دې مهاله دونو دريبلو معامله سيمه ييز حکومت سره نۀ ده راپورته کړې، خو دننګرهار دکرکيلې دډائريکټوريټ قائم مقام ډائريکټر وئيلي دي هغوي داسې خبرونه اوريدلي خو دعوه يې کړې چې ونې يواځې يوه اولسوالۍ کې ريبل کيږي.

انجنئير شاکر نومې ډائريکټر وئيلي دي ده بالا هاغه يواځينۍ اولسوالي ده چرته چې دونو ريبل اوس هم روان دي اؤ مونږ ددې دمخنيوي لپاره داولسوالۍ مقامي مشرانو سره خبرې کوي.

که هر څو افغانستان کې دونو ريبل اؤ لرګي ترلاسه کول غيرقانوني دي خو دغه هيواد کې دلرګو سمګلنګ دڅو لسيزو راهسې روان دى ، په ځانګړې توګه دننګرهار سره نزدې کونړ ولايت کې.

افغانستان کې دماحولياتو دتحفظ دادارې ترمخه دهيواد يواځې دوه فيصده برخه په ځنګلونو مشتمله ده.

ماهران خيال کوي چې افغانستان کې کليز په خواؤشا ٤٩ زره ايکړه رقبه خوارۀ ځنګلونه ختميږي، دملګرو ملتونو دماحولياتو دپروګرام مطابق تيرو دريوؤ لسيزو کې افغانستان کې دځنګلونو شمير ٥٠ فيصده کم شوى.

چارواکي وائي دطالبانو په ګډون ګڼې تندروه ډلې دلرګو غيرقانوني کاروبار کې ککړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG