لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ائي ای ملازمينو کاربنديز په اوومه ورځ هم روان دی


د پي ائي ای په احتجاج ناست کارکوؤنکي وايي نن يې د عمرې والا کسانو دپاره په رضاکارانه توګه د يو جهاز لېږلو اجازت ورکړو ، پاتې نور اپرېشن په ځايې ولاړ دی .
د پي ائي ای په احتجاج ناست کارکوؤنکي وايي نن يې د عمرې والا کسانو دپاره په رضاکارانه توګه د يو جهاز لېږلو اجازت ورکړو ، پاتې نور اپرېشن په ځايې ولاړ دی .

د پاکستان د قامي فضايي کمپنۍ د کارکوؤنکو لخوا کاربنديز نن د ګل په ورځ اووه ورځې پوره شوې ، او د کارکوؤنکو لخوا حکومت سره د خبرو دپاره جوړې کمېټۍ مشر وايي حکومت سره خبرو ته تيار دي خو وزيراعظم دې ورته بااحتياره کس خبرو ته راوليږي .

د پاکستان د قامي فضايي کمپنۍ په احتجاج ناستو کارکوؤنکو لخوا د حکومت سره خبرو دپاره جوړې ګډې کمېټۍ وياند نصر الله اپريدي وايي دويې په خپل احتجاج ناست دي او يواځي نن د عمرې والا کسانو دپاره په رضاکارانه توګه د يو جهاز لېږلو اجازت ورکړی شو ، پاتې نور اپرېشن په ځايې ولاړ دی .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نصرالله وويل د تېرې ورځې راهسې چې داسلام اباد ائيرپورټ نه څومره جهازونه چلېدلي هغه بغېر د انجينيرانو د معاينې نه پورته کړی شوي او د مسافرو ژوند په خطره کې اچول شوی دی .

" کوم جهازونه چې هغويې پرون، تېره شه او نن چلولي دي دا کار هغوي د مسافرو دژوند سره لوبې کړي دي ځکه چې هغويې بغېر د انجينيرنګ کلېرنس نه جهازونه چلولي دي " .

نوموړي وويل په دغسې کولو په جده کې دوه جهازونو ته لس لس زره رياله جرمانه هم ورکړی شوې ده .

بل لور ته حکومت سره د پي ائي ای په احتجاج ناستو کارکوؤنکو لخوا جوړې ګډې کميټې مشر کپټن سهېل بلوچ يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل د دويې د حکومت سره يواځې د پي ائي ای د خرڅولو په سر اختلاف دی او په دغه لړ کې هر وخت تياردي چې حکومت سره خبرې وکړي .

کپټن سهېل بلوچ وايي " مونږ وزيراعظم ته خواست کوؤ چې خپله ورسره وخت نشتی نو د هغه کس سره هم خبرو ته تيار يو چې د وزيراعظم لخوا ورته پورته احتيار ورکړی شوی وي " .

په دغه مهال نوموړي وويل دويې ته احساس دی چې د کاربنديز له کبله په ټول ملک کې د پي ائي ای جهازونه ولاړ دي او بهر دنيا سره يې هم تګ راتګ نه کيږي ولې هغه زياته کړه چې دويې په کاربنديز د پي ائي د خرڅ نه بچ کولو او د دغه ادارې د زرګونو کارکوؤنکو د نوکرو محفوظ کولو دپاره لاس پورې کړی دی .

بل لور ته نن په اووه ورځ هم په ملک کې دننه د پي ائي ای د پروازونو منسوخ کېدو لړۍ روانه ده او د پي ائي ای د چارواکو په وينا تراوسه پورې د ۶۰۰ نه زيات په ملک کې دننه او بهر تلونکي جهازونه نه دي تلي او د دوه نيم اربه روپو نه زيات تاوان رامنځته شوی دی .

د دې ترڅنګ په ملک کې دننه د پېښور او کوئټې په ګډون هغه سيمې چې يواځې د پي ائي ای جهازونه ورته چلېدل د اووه ورځو راهسې دغو ځايونو ته يواځې د بهرملکونو د جهازونو تلو راتلو سلسله روانه ده او په ملک کې دننه يې پروازونه ودرېدلي دي .
د پي ائي ای د کارکوؤنکو د کاربنديز په اړه د کراچۍ نه د ډيوه خبريال فضل عزيز په رپورټ کې دلته اورېدی شئ ،

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG