لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا د اوږدې فاصلې ويشتونکي ميزايل تجربه کړې


د ملګرو ملتونوسلامتي کونسل د شمال کوريا د راکټ تجربې په سر بېړنۍ غونډه رابللې ده .
د ملګرو ملتونوسلامتي کونسل د شمال کوريا د راکټ تجربې په سر بېړنۍ غونډه رابللې ده .

شمالي کوريا د اتوار په ورځ د اوږدې فاصلې پورې ويشتونکي راکټ تجربه کړې ده د کوم په اړه چې نړيواله ورورولي شک کوي چې دا تجربه د هغه ميزايل ټيکنالوجۍ په مرسته شوې په کومه چې بندېز دی . امريکا او نورو ملکونو د دې غندنه کړې ده .

د ملګرو ملتونوسلامتي کونسل د شمال کوريا د راکټ تجربې په سر بېړنۍ غونډه رابللې ده .

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بان کي مون د خالي په ورځ وئيلي دا ډېره د افسوس خبره ده چې شمالي کوريا د بيليسټک ميزايلو ټيکنالوجي کاروي او د سلامتي کونسل د قراردادونو سرغړونه کوي، باوجود د دې چې نړيوالې ټولنې د دغه کار په ضد اپيل کړی دی .

د امريکې د محکمه دفاع يو چارواکي وايس اف امريکا ته د راکټ الوزولو پخلی کړی او وئيلي يي دي امريکا د حالاتو جائزه اخلي .

تېره مياشت شمالي کوريا د جوهري تجربې ادعا کړې وه چې د هائيډروجن بم ټيکنالوجي يې ترلاسه کړې ده ، ولې امريکا او نور ملکونه د دغه ادعا سره اتفاق نه کوي .

د امريکا د قامي سلامتۍ مشاورې سوزن رائس په يو بيان کې د ميزايل تجربې غندنه کړې او وئيلي يې دي دا د غندنې وړ ده چې شمالي کوريا د خپل اولس د خېرښېګړې په ځايې ميزايل او جوهري وسلو ته وده ورکوي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري په يو بيان کې وئيلي چې دا نزدې په يوه مياشت کې دويم ځل دی چې شمال کوريا په غټه کچه پاروؤنکی کار کوي او نه يواځې جزيره نُما کوريا بلکې پوره سيمه او امريکا په خطره کې اچوي .

نوموړي وئيلي امريکا به شمالي کوريا د زمه وارې ګرځولو په لړ کې په نړيواله ورورولۍ زور اچوي .

امريکا، جاپان او جنوبي کوريا د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د بېړنۍ غونډې رابللو خواست هم کړی دی ، هيله څرګنديږي چې دا درې واړه ملکونه به د شمالي کوريا په ضد نورو بندېزونو باندې زور راوړي .

د پيانګ يانګ د ميزايل تجربې نه پس د جاپان وزيراعظم شنزواېبی خبريالانو ته وئيلي، مونږ په هيڅ صورت د دې اجازت نه شو ورکولی او جاپان به د خپلوخلکود حفاظت دپاره هر ګام پورته کوي .

د جمعې په ورځ د امريکې صدر باراک اوباما خپل چيني سيال شي جن پينګ سره د شمالي کوريا تېرې مياشتې د جوهري تجربې او د منصوبه شوې ميزايل تجربې په سر خبرې کړې وې .

د سپينې ماڼۍ نه جاري شوي بيان کې وئيل شوي وو چې دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړی چې دغه تجربه به د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو په ضد، راپارؤنکې او د بې ثباتۍ رامنځته کولو عمل وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG