لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انقره دې د کډوالو مرستې وکړي، يورپي يونين


راپورونه وايي تُرکي  د درځنونو په شمېره کې هغو خلکو ته په ملک کې د داخيليدو اجازه ورکړې څوک چې په بمبارۍ ټپي کې شوي دي .
راپورونه وايي تُرکي  د درځنونو په شمېره کې هغو خلکو ته په ملک کې د داخيليدو اجازه ورکړې څوک چې په بمبارۍ ټپي کې شوي دي .

د يورپي يونين چارواکو په تُرکي غږ کړی چې د شام هغو زرګونو کډوالو ته خپله پوله پرانيزي، کوم چې روانه اوونۍ په حلب صوبه کې په غټه کچه د حکومتي عملياتو له کبله تښتېدلي دي .

د يورپي يونين پاليسي مشرې فریډريکا مورگیني د خالي په ورځ د يورپين خارجه وزيرانو او د هغويې تُرکي سيال ته وئيلي چې تُرکي ته د راتلونکو کډوالو په لړ کې يورپي يونين د تُرکي مرستې کوي .

اېمسټرډېم کې د غونډې په مهال مغيرني وويل ، په دې خبره سوال نه شي راپورته کېدی چې د شام نه راتلونکي کډوال شاميان دي او دويې نړيوال تحفظ ته اړتيا لري .

د تُرکي وزيراعظم احمدداؤداوغلو دوه ورځې وړاندې په لندن کې راجوړې يوې غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ چې تُرکي به کډوالو ته د راتلو اجازه ورکوي ، ولې روانه اوونۍ د تُرکي په پوله راجمع شوي په زرګونو کډوال په دي طمع ناست دي چې کله به ورته د تُرکي د تحفظ ورکولو او ملک ته دننه د راتلو اجازت ورکړي .

تُرکي د انساني همدردۍ په بنياد امداد ورکوي ولې پوله نه خلاصوي ، باوجود د دې چې خارجه وزير مولودکوسوګلو يې د خالي په ورځ وئيلي ؤ د هغو خلکو دپاره يې پوله خلاصه ده څوک چې د پوځي تشدد او روس د فضايي حملو نه تحفظ غواړي .

راپورونه وايي تُرکي د درځنونو په شمېره کې هغو خلکو ته په ملک کې د داخيليدو اجازه ورکړې څوک چې په بمبارۍ ټپي کې شوي دي .

د شام سرکاري خبري ادارې د جمعې په ورځ وئيلي چې د حلب (کوم چې يو وخت دملک اقتصادي مرکزي ؤ ) ځيني علاقې يې په خپله ولقه کې اخستې دي ، حلب دا وخت د حکومتي او مخالفه جنګيالو مرکز جوړ دی .

په داسې مهال چې شام کې د خانه جنګۍ پينځه کاله پوره کيږي تُرکي د وړاندې نه د ۲۰لاکو پورې کډوال ځايې کړي دي .

يورپ ته د کډوالو لار ګڼل کېدونکي تُرکي باندې د يورپي يونين لخوا فشار دی ، په نومبر کې د ۳.۳۵ اربه ډالرو د تړون اعلان شوی ؤ چې پکې يورپي يونين په دې خبره اتفاق کړی ؤ چې د يورپي يونين دغړي جوړېدو د تُرکي پخوانی خواهش عملي کولو په لړ کې به هڅې تېزې کړي .

د کوم په بدل کې چې به تُرکي دکډوالو يورپ ته د تلو مخه ونيسي کوم چې د تېرو څو کالونو راهسې يورپ ته روان دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG