لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام، سعودي عرب او نوروملکونوته د پوځ نه لېږلو خبرداری ورکړی


د سعودي د دفاع وزير وياند د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي چې شام ته ځمکني پوځ لېږلو ته تيار يُو .
د سعودي د دفاع وزير وياند د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي چې شام ته ځمکني پوځ لېږلو ته تيار يُو .

د شام خارجه وزير وليدالمعلم سعودي عرب ته خبرداری ورکړی چې خپل پوځ دغه ملک ته ونه لېږي .

د خالي په ورځ نوموړي يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي که چرته سعودي عرب دغه رنګ کار وکړو نو پوځيان به يې په کفن کې بيرته ملک ته وليږي .

د خبري غونډې په مهال د خبريالانو نه علاوه لوړ پوړي سرکاري چارواکي او نور ګډون وال هم موجود وو . هغه وئيلي پوځي عمليات به ترهغې روان وي څو پورې چې ترهګرو ته ماتې نه وي ورکړی شوي .

وليدالمعلم په دې خبره زور راوړی چې د ملګرو ملتونو د هڅو باوجود د شام حکومت به په اوربند راضي نه شي څو پورې چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې په ملک کې جنګيږي ، هغه سعودي عرب ته خبرداری ورکړو چې شام ته خپل پوځ نه ليږي .

د سعودي د دفاع وزير وياند جنرال احمدالاسيري د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي چې شام ته ځمکني پوځ لېږلو ته تيار يُو .

نوموړي وئيلي ؤ چې سعودي عرب په شام کې جنګي عملياتو کې د برخې اخستو دپاره تيار دی د امريکا په مشرۍ اتحاد د داعش په ضد جګړه کې ګډون باندې رضامندي څرګند کړې وه .

او د امريکا صدر باراک اوباما د جمعې په ورځ واشنګټن کې دخبري غونډې په مهال د سعودي عرب د پوځ لېږلو د وړانديز هرکلی کړی ؤ .

د شام خارجه وزير المعلم د شام مخالفينو سره د خبرو کولو په سر د ملګرو ملتونو په ايلچي اسټېفن دي مستورا باندې هم سختې نيوکې کړي دي ، او په پوځي مرسته يې د روس مننه کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG