لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تائيوان کې زلزلې ودانۍ ړنګې کړي،٧ مړۀ، په سلګونو ژوبل


 دزلزلې له امله خواؤشا د٣٠٠ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
دزلزلې له امله خواؤشا د٣٠٠ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

دتائيوان جنوبي سيمو کې دخالي په ورځ دراغلې سختې زلزلې له امله ګڼې ودانۍ ړنګې شوي اؤ لږ ترلږه اووۀ کسان وژل شوي دي چې پکې يو کم عمره ماشوم هم شامل دى.

دزلزلې له امله خواؤشا د٣٠٠ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

دتائينان ښار کې ديوې ګڼ پوړيزه ودانۍ دراپريوتو په نتيجه کې ترټولو زياته مرګ ژوبله اوښتې ده، دچارواکو وينا ده چې ددغه ودانۍ دراپريوتو له امله په لسګونو کسان ژوبل شوي.

اغيزمنو سيمو ته امدادي کارکوونکي رسيدلي اؤ هغوي دخلکو راويستل پيل کړي ، داوسيدو دسيمې څخه خواؤشا ٢٠٠کسان بهر ويستل شوي دي.

دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت په ريکټر اسکيل 6.4 ريکارډ کړل شوى اؤ مرکز يې دتائينان ښار سره نزدې 43 کلو ميټره دځمکې دننه ؤ.

زلزله سحر دمقامي وخت مطابق څلور بجې راغلې، تائيوان کې دموسمياتو مرکزي بيورو وئيلي دي دزلزلې څخه وروستو جړقونه محسوسيدى شي.

سحر مهال دغه زلزله په داسې وخت کې راغلې چې زياتره خلک اودۀ وؤ، کومو ودانو ته دزلزلې له امله زيان رسيدلى په هغې کې تاريخي مندر هم شامل دى.

دټولنيزو رابطو په ويب سائټونو دخپرو شوؤ راپورونو ترمخه دغه زلزلې په ١٩٩٩ء کې يوه جزيره کې دراغلې زلزلې ياد تازه کړى دى،١٩٩٩ء کې راغلې د7.7 شدت زلزله کې 2400 کسان مړۀ شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG