لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايش کارټر لخوا شام کې دداعش په ضد دسعودي دوړانديز هرکلى


کارټر وئيلي دي دنورو هيوادونو لخوا هلو ځلو کې اضافې سره به دداعش په ضد امريکا ته دخپلې جګړې تُندولو کې اساني وي.
کارټر وئيلي دي دنورو هيوادونو لخوا هلو ځلو کې اضافې سره به دداعش په ضد امريکا ته دخپلې جګړې تُندولو کې اساني وي.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر دسعودي عرب ددې وړانديز هرکلى کړى چې پکې دغه هيواد دامريکا په مشرۍ شام کې کومې ځمکنۍ کارروايۍ کې دشامليدو څرګندونه کړې ده.

کارټر وئيلي دي دنورو هيوادونو لخوا هلو ځلو کې اضافې سره به دداعش په ضد امريکا ته دخپلې جګړې تُندولو کې اساني وي.

نيواډا کې دنيلس په فضائي اډه خبريالانو سره دخبرو په مهال کارټر وويل دغه شان خبر غوره دى.

دامريکا ددفاع دوزير په قول هغه راتلونکې اوونۍ کې برسلز کې خپل سعودي سيال سره ليدنه کې دځمکني پوځ په وړانديز دخبرو په انتظار دى.

هغه وويل دسعودي حکومت دداعش په ضد جګړه کې نورو کارروائيو لپاره دخوښۍ اشاره ورکړې ده.

دسعودي عرب ددفاع دوزير يو مشاور دزيارت په ورځ وئيلي وؤ که دامريکا په مشرۍ ائتلاف شام کې ځمکنۍ کارروائي پيل کوي نو هيواد يې دې کې شامليدو ته تيار دى.

العربيه ټي وي سره مرکه کې بريګيډئير جنرل احمد اسيري وئيلي وؤ سعودي عرب ٢٠١٤م راهسې شام کې دداعش په ضد دامريکائي ائتلاف دګړې يو فعاله غړى پاتې شوى اؤ ددغه مشن په مهال يې د١٩٠ څخه زياتې فضائي کارروايۍ ترسره کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG