لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک افغان استخباراتي مشرانو ترمينځ اسلام اباد کې ليدنه


 دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ترمخه ددوؤ ګينټو پورې روانې دغه غونډه کې دامريکا له لوري اسانتيا ورکړل شوې وه اؤ دچين چارواکو پکې هم دمبصرينو په توګه ګډون کړى.
دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ترمخه ددوؤ ګينټو پورې روانې دغه غونډه کې دامريکا له لوري اسانتيا ورکړل شوې وه اؤ دچين چارواکو پکې هم دمبصرينو په توګه ګډون کړى.

دافغانستان داستخباراتي ادارې مشر خپل پاکستاني سيال سره اسلام اباد کې ليدنه کړې، ددواړو هيوادونو داستخباراتي مشرانو ترمينځ دغه ليدنه دباور دکمي دلرې کولو اؤ دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې مرستې لپاره يو مهم ګام بللى شي.

تير کال دمئ مياشت کې دائي ايس ائي اؤ اين ډي ايس ترمينځ دمرستې په يو تړون دلاسليک وروستو کابل کې ددغه تړون په ضد دسياسي فشار وروستو دا عملي شوى نۀ ؤ اؤ له دې وروستو دافغانستان دنيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي دمشر مسعود اندرابي اؤ انټرسروسز انټلي جنس دمشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر ترمينځ اسلام اباد کې ترسره شوې دغه دلوړې کچې لمړۍ غونډه وه.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ترمخه ددوؤ ګينټو پورې روانې دغه غونډه کې دامريکا له لوري اسانتيا ورکړل شوې وه اؤ دچين چارواکو پکې هم دمبصرينو په توګه ګډون کړى.

خو دغونډې په اړه په باضابطه توګه نۀ خو دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې ائي ايس پي ار اؤ نۀ هم دائي ايس ائي لخوا څه وئيل شوي دي.

ډان دغه غونډې ته دزياتې نزدې سرچينې له خُلې ليکي چې دا ستر پرمختګ نۀ بلکې يو ګام ؤ دغه سرچينې وائي دغونډې ترسره کيدل پخپله يو مهم پرمختګ دى.

دپاکستان اؤ افغانستان داستخباراتي مشرانو ترمينځ دغه خبرې په داسې حال کې ترسره شوي چې پاکستان دافغانستان، چين اؤ امريکا ترڅنګ تيرکال دملا عمر دمړينې وروستو طالبانو سره دځنډيدلو خبرو بحالۍ لپاره هڅې کوي.

دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله چې اوس مهال دهند په دوره دى، هغه نوي ډيلي کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وئيلي دي پاکستان هاغه هيواد دى چې په طالبانو زيات اثرورسوخ لري اؤ دهغوي رويه متاثره کولى شي.

ډان دسرچينې له خُلې ليکي چې دغونډې لمړۍ برخه ډيره رسمي اؤ سخته وه خو په دوهمه برخه کې دواړو خواؤ پرانستې خبرې وکړې چې پکې دپاکستان لخوا هاغه تورونه يوځل بيا تکرار شول چې تيره مياشت په باچاخان يونيورسټۍ حمله افغانستان کې دبنياد لرونکو ترهه ګريزو ډلو له لوري ترسره شوې ده.

ورځپاڼې ديو چارواکي په اړه وئيلي دي ائي ايس ائي افغانستان ته ثبوت وړاندې کړو چې پکې ټي ټي پي اؤ ځينو نورو هاغو ترهه ګريزو ډلو ته ګوته نيول شوې څوک چې افغانستان څخه پاکستان کې ګډوډي پيدا کولو لپاره فعاليت کوي

دغه سرچينې په ځانګړې توګه غونډه کې دچين دکردار ستائينه کړې اؤ دا يې مثبت ګرځولى.

په عين حال کې دافغان پوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز ديو هيئت ترڅنګ دزيارت په ورځ دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دپاکستاني پوځ دمرکز( جي ايچ کيو) دوره کړې اؤ خپل پاکستاني سيال سره يې يوه مهمه ليدنه کړې ده چې پکې دا ژمنه تکرار شوې چې دواړه هيوادونه به دپولې دواړو اړخو ته فعاله ترهه ګرو ته د خپلې خاورې ديو بل په ضد د کارول کيدو اجازه نۀ ورکوي.

ددواړو هيوادنو دعسکري کمانډرانو ترمينځ رابطو کې دتيرو څو اوونو راهسې اضافه شوې ده اؤ ديوې اوونۍ څخه هم کم وخت کې دافغان پوځي هيئت دپاکستان دا دوهمه دوره ده.

تيره اوونۍ دافغان پوځ کورکمانډر ليفټننټ جنرل محمد شريف يفتلي دپيښور دکورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان سره ليدنه کړې وه.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ددسمبر په مياشت کې دکابل دوره کړې وه چې پکې ددواړو هيوادونو ترمينځ په عسکري تماسونو سيوا کولو اتفاق شوى ؤ اؤ ددواړو هيوادونو دډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز ترمينځ په فوري توګه رابطې لپاره هاټ لا ئن هم جوړ کړل شوى ؤ.

تيره اوونۍ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ دترهه ګريزې حملې څخه وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان دصدر اشرف غني اؤ چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله سره ټيليفوني رابطه کړې وه اؤ دغه حمله کې دککړو کسانو په ضد يې ترې دمرستې غوښتنه کړې وه، افغان حکومت په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې دافغانستان دخاورې دکارول کيدو ترديد کړى ؤ.

په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې ٢١ کسان وژل شوي وؤ چې پکې اکثريت دطالب علمانو وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG