لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهه ګرو ته به دخپلې خاورې ديو بل په ضد دکارول کيدو اجازه نۀ ورکوؤ

 دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس ائي) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دافغان پوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز خپل پاکستاني سيال سره ترسره شوې دغه ليدنه کې ددوه اړخيزه پولې دڅارنې په سيوا کولو خبرې کړي دي.

دافغان پوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز ديو هيئت ترڅنګ دزيارت په ورځ دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دپاکستاني پوځ دمرکز( جي ايچ کيو) دوره کړې اؤ خپل پاکستاني سيال سره يې يوه مهمه ليدنه کړې ده چې پکې دا ژمنه تکرار شوې چې دواړه هيوادونه به دپولې دواړو اړخو ته فعاله ترهه ګرو ته د خپلې خاورې ديو بل په ضد د کارول کيدو اجازه نۀ ورکوي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس ائي) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دافغان پوځ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز خپل پاکستاني سيال سره ترسره شوې دغه ليدنه کې ددوه اړخيزه پولې دڅارنې په سيوا کولو خبرې کړي دي.

دائي ايس اپي ار بيان کې وئيل شوي دي چې نننۍ غونډه کې ددوه اړخيزه امنيت اؤ پولې دانتظام په اړه په چارو بحث شوى، دواړو خواؤ اراده څرګنده کړې ده چې ددوه اړخيزه عسکري مرستې لپاره به رابطې دوامداره ساتلى شي.

ددواړو هيوادنو دعسکري کمانډرانو ترمينځ رابطو کې دتيرو څو اوونو راهسې اضافه شوې ده اؤ ديوې اوونۍ څخه هم کم وخت کې دافغان پوځي هيئت دپاکستان دا دوهمه دوره ده.

تيره اوونۍ دافغان پوځ کورکمانډر ليفټننټ جنرل محمد شريف يفتلي دپيښور دکورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان سره ليدنه کړې وه.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ددسمبر په مياشت کې دکابل دوره کړې وه چې پکې ددواړو هيوادونو ترمينځ په عسکري تماسونو سيوا کولو اتفاق شوى ؤ اؤ ددواړو هيوادونو دډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز ترمينځ په فوري توګه رابطې لپاره هاټ لا ئن هم جوړ کړل شوى ؤ.

تيره اوونۍ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ دترهه ګريزې حملې څخه وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان دصدر اشرف غني اؤ چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله سره ټيليفوني رابطه کړې وه اؤ دغه حمله کې دککړو کسانو په ضد يې ترې دمرستې غوښتنه کړې وه، افغان حکومت په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې دافغانستان دخاورې دکارول کيدو ترديد کړى ؤ.

په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې ٢١ کسان وژل شوي وؤ چې پکې اکثريت دطالب علمانو وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG