لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملازمانو کاربنديز : پي ائي ای خپلې سورلۍ په نورو جهازونو کې لېږي، وياند


په داسې مهال چې پاکستان کې د پي ائي ای د کار کوؤنکو لخوا په درېمه ورځ کاربنديز دوام لري ، پي ائي ای نن د زيارت په ورځ خپل ټکټونه دوه نورو فضايي شخصي کمپنو ته اړولي دي ، ولې هغه ځايونه چې يواځې ورته د پي ائي ای جهازونه چليږي د هغوې دپاره لا کوم انتظام نشته .

د پاکستان د قامي فضايي کمپنۍ پي ائي ای وياند دانيال ګيلاني ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل نن زمونږ د دوه نورو شخصي کمپنو شاهين ائيرلائن او ائيربليو سره تړون وشو ، او هغه کسان چې د وړاندې نه يې د پي ائي ای ټکټونه اخستي وو او هغويې سره کنفرم يا تصديق شوي ټکټونه وي د دويې هغه ټکټونه به دغو نورو کمپنو ته اړول کيږي او دويې به د دغو کمپنو په جهازونو کې سفر کوي ،

دی وايي د چاسره چې د پي ائي ای کنفرم ټکټونه وي هغويې په ائيرپورټ باندې د پي ائي ای کاؤنټر ته ورشي هلته دويې کولی چي خپل ټکټ بدل کړي

د نوموړي نه مو چې پوښتنه وکړه ايا د شخصي کمپنو سره دومره جازونه شتی چې د پي ائي ای ټکټونو والا ټول خلک پکې سفر وکړي؟ هغه وويل چې څومره بندوبست ممکن وي هم دومره به کولی شي ، هغه وويل بهر ملکونو کې هم خلک کولی شي چې د پي ائي ای ځايي دفترو سره رابطه وکړي هغو يې به ورله ټکټ بدل کړي .

ګيلاني زياته کړه د پي ائي ای د کارکوؤنکو د کاربنديز نه تراوسه پورې چې ۴۸ څلوېښت ساعتونه وشو د ۲۰۰ نه زيات پروازونه منسوخ شوي او د کاربنديز له امله کمپنۍ ته د يو ارب روپونه زيات تاوان اوړېدلی دی .

په داسي مهال چې پي ائي ای خپل ټکټونه شخصي کمپنو ته واړول د يوې ټرېول ايجنسۍ مالک لعل شاه وايي د دغه انتظام نه به د کراچۍ نه پېښور او کوئټې ته تلونکو او راتلونکو خلکو ته څه اسانتيا ونه رسي ، ځکه چې د پېښور، کوئټه او کراچۍ ترمنځ يواځې د پي ائي ای جهازونه چليږي .

لعل شاه وايي شخصي فضايي کمپنو ټکټونه يو په دوه زيات کړي ، او که دويې چاته د بلې کمپنۍ د جهاز ټکټ ورکوي نو ګران دی بيا د ټکټ اخستونکو او ټرېول ايجنسو ترمنځ هم په تاوان اوړېدو شخړه رامنځته کيږي .

يو کس اسماعيل ډيوه ريډيو ته د ټيليفون د لارې وويل يوه اوونۍ وړاندې د پېښور نه مې د کراچۍ ټکټ اخستی ؤ او نن يې راته وويل چې جهازونه نه ځي هغه وايي بس ته ختلی يم او کراچۍ ته روان يم .

بل لور ته د پي ائي ای کارکوؤنکي نن په درېمه ورځ هم په احتجاج ناست دي او په کراچۍ کې د ادارې د مرکزي دفتر مخې ته رايوځايي شوي د پي ائي ای کارکوؤنکي وايي حکومت ورسره لا تراوسه خبرې نه دي پېل کړي ، او دويې وايي احتجاج او کاربنديز ته به ترهغې دوام ورکوي چې څو حکومت د پي ائي ای شخصي کولو فېصله واپس نه وي اخستي .

د نهې په ورځ د کراچۍ په هوايي ډګر د پي ائي ای د کارکوؤنکو د احتجاجي مظاهرې په مهال د پوليس او رېنجرو لخوا د ډنډو ورولو او اوښکې بيونکي ګېس د ويشتو سره په دغه مهال ډزې شوې وې چې پکې د پي ائي ای دوه کارکوؤنکي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي هم وو . په احتجاج بوخت کارکوؤنکي د دغه پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه هم کوي

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG