لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغانستان کې خپل مخالف ١٠ کلن ماشوم وژلى


 دغه ماشوم دطالبانو لخوا دافغانستان دجنوبي ولايت ارزګان په ترين کوټ ښار کې دوه ډزه پسر ويشتل شوى.
دغه ماشوم دطالبانو لخوا دافغانستان دجنوبي ولايت ارزګان په ترين کوټ ښار کې دوه ډزه پسر ويشتل شوى.

افغان حکومت هاغه لس کلن ماشوم يو اتل ګرځولى چا چې تيرکال دطالبانو دمحاصرې په مهال دمقامي پوليسو مشري کړې وه، طالبانو اعلان کړى چې دغه ماشوم يې دوه ډزه په سر ويشتلى اؤ وژلى يې دى.

دغه ماشوم دطالبانو لخوا دافغانستان دجنوبي ولايت ارزګان په ترين کوټ ښار کې دوه ډزه پسر ويشتل شوى.

وژل شوى ماشوم دسيمه ييزو پوليسو ديو قوماندان ورار ؤ اؤ هغه طالبانو سره په جګړه کې دخپل پلار له مرګ وروستو دطالبانو په ضد جګړې ته مجبور شوى ؤ خو اوس مهال هغه دښوونځى زده کوونکى ؤ.

طالبان اعلان کړى چې دارزګان ولايت په ترين کوټ ښار کې په وصيل نومې ماشوم ډزې کړي چې په نتيجه کې يې دغه ماشوم سخت ژوبل شوى ؤ اړ وروستو يې خپل ژوند دلاسه ورکړو.

راپورونه وائي چې لس کلن وصيل خان دخاص ارزګان په سلطان محمد ناوه سيمه کې دسيمه ييزو پوليسو دقوماندان ملا صمد ورارۀ ؤ، په سلطان محمد ناوه کې دطالبانو دجګړې په مهال دوصيل پلار خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ دغه ماشوم په کم عمرۍ کې دخپلې کورنۍ دحفاظت لپاره په وسلې راخستو مجبور شوى ؤ.

دنيويارک ټائمز ترمخه دواصل قيصه ددې خبرې يو دردناک مثال دى چې څنګه ماشومان جنګيالي افغانستان کې حکومتي ځواکونو اؤ دطالبانو ليکو دواړو کې دژوند برخه ده.

نيويارک ټائمز ليکي دافغانستان دبشري حقونو دخپلواکه کميشن يو وياند رفيع الله بيدار وئيلي دي چې دافغان صدر اشرف غني له لوري تيرکال پوځ کې دماشومانو داستعمال په ضد دسختو احکاماتو باوجود دهغوي کميشن ته افغان ځواکونو کې دماشومانو عسکرو په اړه اطلاعات ترلاسه کيږي اؤ دغه ماشومان په ځانګړې توګه مقامي پوليسو کې زيات دي.

هغه وائي چې طالبانو هم په اوسنۍ جګړو لکه کندوز اؤ بدخشان کې ماشومان عسکر استعمال کړي دي.

ښاغلى بيدار وائي چې ولايتي حکومت دطالبانو دمحاصرې دختميدو وروستو دپوليسو په يونيفارم کې دوصيل په پيريډ کولو سره قانون مات کړى، خو هغه دطالبانو لخوا هم دوصيل وژل کيدل غندلي ځکه چې دغه ماشوم دامروزه ژوند ته راګرځيدلى ؤ.

ښاغلي بيدار وئيلي دي ددې ماشوم څخه وسله وال اپوزيشن ته هيڅ قسمه خطره نۀ وه پيښه.

دوصيل ترۀ ملا عبدالصمد دطالبانو يو کمانډر ؤ اؤ هغه څلور کاله وړاندې دخپلو ٣٦ؤ ملګرو سره دحکومت ملاتړ کړى ؤو ددې په ځواب کې افغان حکومت ښاغلى صمد په خاص اروزګان اولسوالۍ کې دخواؤشا ٧٠ؤ افغان مقامي پوليسو کمانډر ټاکلى ؤ.

نيويارک ټائمز وائي چې ښاغلي صمد په يوه مرکه کې وئيلي دي دصمد عسکر دطالبانو په ضد حکومتي محاذ جوړ شو اؤ هغه په جګړه کې دوصيل دپلار په ګډون خپل ١٨ کسان وبائيلل، تيرکال دګرمۍ په موسم کې چې کله طالبانو په ټول افغانستان کې خپلې هلې ځلې تُندې کړې اؤ په ارزګان کې امنيتي وضعه خرابه شوه نو دصمد دجنګيالو څخه ګيره تنګه شوه ، طالبانو هغوي تر دوؤ مياشتو محاصره کړي وؤ

صمد وئيلي دي يوې مياشتې پورې محاصره کې دپاتې کيدو وروستو صمد اؤ دهغه ١٠ کسان ژوبل شوي وؤ اؤ په دغسې حال کې وصيل ددفاع کمانډ په غاړه واخستو.

صمدر وويل چې هغه(وصيل) ديوې معجزې په څير وجنګيدو اؤ زياته يې کړه چې وصيل ديو چت څخه راکټونه فائر کړي وؤ، تر ٤٤ؤ ورځو پورې زما تر رغيدو وصيل په کاميابۍ سره زما دکسانو مشري کوله

دغه محاصره داګست په مياشت کې ماته شوې وه اؤ بيا افغان حکومت اؤ دناټو ځواکونو ښاغلى صمد اؤ دهغه جنګيالي دالوتکې له لارې بوتللي وؤ اړ په ترين کوټ کې ورته داتل پشان هرکلى وئيل شوى ؤ.

دهغه ترۀ وائي چې دګل په ورځ وصيل دکور څخه دسبزۍ اخستو لپاره راووتلو اؤ په دغه مهال په موټر سائيکل ناست يو وسله وال هغه په سر دوه ډزه وويشتو اؤ وتښيدو، دغه ماشوم په ترين کوټ کې خاورو ته سپارل شوى، هغه شاته خپل دوه کشران وروڼه پريښي دي.

طالبانو پخپل ويب سائټ دهغه دوژلو ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې هغوي يو وحشي اؤ ظالم اربکي وژلى.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG