لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دپي ائي اى دملازمانو احتجاج جاري،هلې ځلې بندې


 دپي ائي اى چئيرمين ناصر جعفر په يو شخصي ټي وي چينل دمستعفي کيدو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي” زۀ نۀ ګڼم چې ماته دچئيرمين پاتې کيدو حق دى“
دپي ائي اى چئيرمين ناصر جعفر په يو شخصي ټي وي چينل دمستعفي کيدو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي” زۀ نۀ ګڼم چې ماته دچئيرمين پاتې کيدو حق دى“

پاکستان کې دقومي فضائي کمپنۍ( پي ائي اى) دوړانديز کړل شوې نجکارۍ په ضد دادارې دملازمانو لخوا احتجاج روان دى اؤ دشورو په سحر دټول هيواد په هوائي اډو دپي ائي اى فلا ئيټ اپريشن اؤ نورې هلې ځلې په مکمله توګه بندې دي.

دپي ائي اى چئيرمين ناصر جعفر په يو شخصي ټي وي چينل دمستعفي کيدو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي زۀ نۀ ګڼم چې ماته دچئيرمين پاتې کيدو حق دى

دوړانديز کړل شوې نجکارۍ په معامله دپي ائي اى دملازمانو لخوا احتجاج دڅو ورځو راهسې روان ؤ خو دغه احتجاج دتشدد څخه ډک شکل دنهې په ورځ هاغه مهال خپل کړو کله چې دپاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې په احتجاج دبوختو ملازمانو اؤ پوليسو ترمينځ نښته وشوه اؤ په دغه مهال په ګولو دلګيدو په نتيجه کې دوه کسان ووژل شول.

ښار کې پوليس اؤ درينجرز ځواکونه دډزو کولو څخه انکار کوي.

دنهې په ورځ دهيواد دننه دجهازونو په لسګونو الوتنې منسوخ کړل شوې وې اؤ دشورو په سحر هم دجهازونو دالوت لړۍ دوامداره ده.

دشهري هوابازۍ ادارې ( سول ايوي ايشن اتهارټۍ) دمسافرو دپريشانۍ په تناظر کې دشخصي فضائي کمپنۍ( ائيربليو) د لاهور، کراچۍ اؤ اسلام اباد ترمينځ دځانګړو الوتنو کولو وينا کړې ده.

خو دمقامي ميډيا خبرونه وائي چې دغه شخصي کمپنۍ کرايو کې ډيره اضافه کړې ده.

دپاکستان حکومت اداره کې لازمي سروسز ايکټ نافذ کړى دکوم لاندې چې ټول يونينز غير موثره شوي وؤ اؤ دملازمانو دهړتال کولو حق ځنډول شوى ؤ.

دحکومت لخوا وئيل شوي دايکټ دخلاف ورزۍ صورت کې به هر هړتال کوونکى ملازم دسزا په توګه دنوکرۍ څخه ويستل کيږي.

دپاکستان حکومت بين المللي مالياتي فنډ سره وعده کړې چې پرله پسې دخسارې له امله به پي ائي اى يوه شخصي کمپنۍ کې بدلوي ، اوس چې حکومت په دې فيصله عمل درامد پيل کړى نو دملازمانو له لوري ددې په ضد ردعمل مخې ته راغلى اؤ دړکه يې کړې دغه احتجاج به تر هاغه وخته دوامداره ساتي ترڅو چې حکومت خپله فيصله واپس نۀ وي اخستې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG