لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل وائي ترهه ګرو ته بهرنۍ مرسته ترلاسه ده


 هغه وويل ترهه ګرو ته دبهر څخه پيسې اؤ دننه څخه ملاتړ ترلاسه کيږي.
 هغه وويل ترهه ګرو ته دبهر څخه پيسې اؤ دننه څخه ملاتړ ترلاسه کيږي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي ترهه ګرو ته دبهر څخه پناه، تربيت اؤ مرسته ترلاسه کيږي.

بلوچستان کې دامن اؤ ثبات په اړه کوئټه کې يو سيمينار ته دوينا په مهال جنرل راحيل وويل پوځ به هيواد څخه دترهه ګرو دختمولو وروستو په ارام کښيني.

هغه وويل ترهه ګرو ته دبهر څخه پيسې اؤ دننه څخه ملاتړ ترلاسه کيږي.

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه هغه وويل دغه عمليات به منطقي انجام ته رسولى شي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ده.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري اؤ له دې امله دغلته روانو عملياتو اؤ پکې دواړو اړخو ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستاني پوځ مشر وويل ځوانان دبلوچستان مستقبل دى اؤ پوځ دصوبې ٢٥٠٠٠ؤ ځوانانو ته دتعليم ورکولو لپاره کار کوي.

هغه دپاکستان پوځ دنړۍ دغوره پوځونو څخه وګرځولو اؤ وې وئيل دهغوي دقربانو په نتيجه کې به هيواد کې امن پځايې کيږي ، خو جنرل راحيل ومنله چې درياستي ادارو اؤ اولسي ملاتړ څخه پرته امنيتي ځواکونه امن نۀ شي پځايې کولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG