لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان استخباراتي چارواکي به وويني


دغه ليدنه په داسې مهال کيږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو مياشتو د ځنډ نه پس د افغان سولې خبرې بيرته پېل شوي دي .
دغه ليدنه په داسې مهال کيږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو مياشتو د ځنډ نه پس د افغان سولې خبرې بيرته پېل شوي دي .

د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارو چارواکي به د فرورۍ د مياشتې په څلورمه نېټه د دواړو خواؤ نه د اعتمادسازۍ د بحالۍ په لړ کې ليده کاته کوي ، دغه خبره يو سينئير پاکستاني چارواکي کړې ده .

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د افغانستان د استخباراتي ادارې نېشنل ډائريکټوريټ اف سيکيورټي (اېن ډي اېس) مشر مسعود اندرابي به اسلام اباد کې د پاکستان استخباراتي ادارې انټرسروسز انټيليجنس (ائي اېس ائي) مشرلفټننټ جنرال رضوان اختر سره وويني .

دغه ليدنه په داسې مهال کيږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو مياشتو د ځنډ نه پس د افغان سولې خبرې بيرته پېل شوي دي .

د رپورټ ترمخه د دواړو ملکونو ترمنځ د استخباراتو په کچه ليدنه کې امريکا د سهولت کار کردار ادا کړی او چين به پکې د مبصر په توګه ګډون کوي ، د امريکا او چين استخباراتي چارواکي به د دغه ليدنې دپاره د اسلام اباد سفر کوي .

څلور واړه ملکونه (افغانستان، پاکستان، امريکا، چين) له وړاندې نه د افغان سولې په لړ کې د تګ لارې تيارولو په لړ کې ليدني کوي ، او د استخباراتو ليدنه د هغې نه ځانله ده .

چارواکي وئيلي دغه ليدنه د هغو ملاقاتونو سره تړاؤ نه لري البته دا به هم د سولې په لړ کې د پورته کړی شوؤ ګامونو دپاره مددګاره ثابت شي .

د افغان سولې په لړ کې د څلورو واړو ملکونو ترمنځ په ۶م فرورۍ اسلام اباد کې غونډه کيږي او هيله لرلی شي چې په دغه ليدنه کې د سولې د خبرو دپاره په تګ لاره صلاح راشي .

د افغان سولې د تياري په لړ کې له دې وړاندې په اسلام اباد او کابل کې دوه غونډې شوي دي .

د ډان رپورټ وايي د استخباراتي ادارو د چارواکو د ليدنې پرېکړه تېره اوونۍ شوې وه .

د افغان صدر اشرف غني لخوا د دواړو ملکونو ترمنځ د مرستو د پېل کولو د هڅو په لړ کې تېر کال د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د کابل سفر کړی ؤ او د دغه سفر په مهال د اېن ډي اېس او ائي اېس ائي ترمنځ لوظنامه لاس ليک شوې خو په کابل کې د سخت سياسي مخالفه غبرګون له کبله په دې عمل نه ؤ شوی .

په دغه لوظنامه کې دواړه ملکونه په دې صلاح شوي وو چې دواړه ادارې به يو بل سره د ترهګرۍ په ضد هڅو کې د يو بل مرستې کوي او په دواړو ملکونو کې به د اړيکو ساتلو دپاره چارواکي په ځايې کولی شي .

د هغه وخت د اېن ډي اېس مشر رحمت الله نبيل دغه لوظنامه نه وه لاس ليک کړې او لاندې عهدې چارواکو پرې دستخط کړی ؤ .

د هغې نه پس افغان صدر اشرف غني سره د د پاليسي اختلافاتو په سر رحمت الله نبيل د خپلې چوکۍ نه استعفی ورکړې وه ، چارواکي وئيلي نبيل پاکستان سره په ګډه کار کول نه غوښتل او د هغه تللو د دواړو ملکونو استخباراتي مرستو ته لار هواره کړه .

پاکستاني چارواکي وئيلي چې امريکا د دواړو ملکونو ترمنځ د استخباراتو په کچه د مرستو بحالولو په لړ کې هڅې کولې خو د بداعتمادۍ له کبله په دې کې پرمختګ نه کېدو .

پاکستان او افغانستان په يو بل د ترهګرو د مرستو تورونه لګوي خو د دغو اندېښنو د هواري دپاره کله څه نه دي شوي .

لس ورځې باچاخان پوهنتون باندې د ترسره شوي ترهګر بريد په اړه هم پاکستان وئيلي ؤ چې دغه ترهګر د افغانستان د خاورې نه راغلي ؤ خو کابل دغه تورونه رد کړي وو .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېر کال د دسمبر په ۲۷م نېټه د کابل سفر کړی او افغان چارواکو سره يې د دواړو ملکونو د پوځ ترمنځ په دوه اړخيزه اړيکو ښه کولو او نېغ په نېغه د رابطو کولو په خبره اتفاق کړی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG