لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :د لياري ګينګ وار مشر عزېربلوچ نيول شوی، رېنجرز


د عزېر بلوچ د پاکستان بيرته راتګ په اړه دا نه ده په ډاګه چې هغه کله او څنګه راستون شوی دی .
د عزېر بلوچ د پاکستان بيرته راتګ په اړه دا نه ده په ډاګه چې هغه کله او څنګه راستون شوی دی .

د نيم پوځې دستې رېنجرو لخوا نن د خالي په ورځ وئيل شوي چې د رېنجرو په عملياتو کې د لياري ګېنګ وار مشر عزير بلوچ نيول شوی دی .

د سندهـ صوبې د رېنجرو لخوا مطبوعاتو ته په جاري کړی شوې يوه لنډه خبرپاڼه کې وئيل شوي چې رېنجرو تېره شپه د کراچۍ نه بهر په يوه هدفي کارروايۍ کې د لياري ګينګ وار مشر عزېربلوچ په داسې مهال نيولی چې هغه کراچۍ ته راتلو .

د رېنجرو په بيان کې وئيل شوي چې د هغه نه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده .

د ځايي ميډياد راپورونو ترمخه عزېر بلوچ باندې د کراچۍ ښار د لياري سيمې په بېلابيلو تهاڼو کې د وژنو او قلنګ اخستو سره د نورو جرمونو يو شمېر مقدمي درج دي او په دغو مقدمو کې هغه پوليس ته مطلوب ؤ .

راپورونه وايي عزېربلوچ په کال ۲۰۱۳م کې په کراچۍ کې د پېل شوؤ عملياتو نه پس د ملک نه بهر وتلی او د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په مياشت کې د عُمان نه په سړک باندې متحده عرب اماراتو ته د اوړېدو په مهال نيول شوی ؤ .

وروستو د کراچۍ نه د څلور پوليس افسرانو يو ټيم د عزېربلوچ راوستو دپاره متحده عرب اماراتو ته ورغلی خو بلوچ يې ځان سره بيرته نه ؤ راوستی .

د عزېر بلوچ د پاکستان بيرته راتګ په اړه دا نه ده په ډاګه چې هغه کله او څنګه راستون شوی دی .

راپورونه وايي د عزېربلوچ په سر د سندهـ صوبايي حکومت د دوه ملينه روپو انعام مقرر کړی ؤ او عدالت هغه اشتهاري ګرځولی ؤ .

عزېربلوچ له دې وړاندې په کال ۲۰۰۹م کې پوليس نيولی ولې وروستو د عدالت نه په ضمانت خوشی ؤ .

د چارواکو په وينا د کراچۍ ښار لياري علاقه د تېرې اوږدې مودې نه په جرمونو کې د ککړو ډلو د اثر لاندې پاتې شوې ده او دغلته په ځان ځانله نومونو مختلفې جرائم پېشه ډلې جوړې شوې وې .

په لياري کې د مختلفو ډلو ترمنځ نښتې هم شوي او په يو بل د بريدونو ترڅنګ دغلته په پوليس هم د عملياتو په مهال وژونکې حملې شوي دي .

ولې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر په مياشت کې کراچۍ کې د رېنجرو په مشرۍ د پوليس سره په ګډه پېل شوؤ هدفي عملياتو په نتيجه کې ښار کې د امنيت وضع ښه شوې ده .

د سرکاري ميډيا ترمخه د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان د جمعې په ورځ د رېنجرو مشر مېجرجنرال بلال اکبر سره په ټيليفون خبرې کړي او وئيلي يي دي چې د کراچۍ اپرېشن به په غوره انداز سره مخ په وړاندې بوتلی شي او د اپرېشن په لار کې موجود خنډان به د مخې نه لرې کولی شي .

ډي جي رېنجر هم د جمعې په ورځ يوې دستورې ته په وينا کې وئيلي چې په ښار کې د عملياتو په مهال جرائم پېشه ډلې ختمې کړی شوي، هدفي وژونکي او ترهګر نيول شوي او امن په ځاې کړی شوی دی .

نوموړي دا هم وئيلي چې دويې د طالبانو مهم کمانډران هم نيولي دي ، او دغه ګرفتاري يې مهمه کاميابي ګرځولې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG