لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک افغان پولې دمحفوظولو پرته ښارونه نۀ شي خوندي کيدى،پرويز خټک


 ديو سرکاري بيان ترمخه دپيښور په وزيراعلي هاؤس کې يو هيئت سره دخبرو په مهال پرويز خټک وويل صوبائي حکومت دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دمرکزي حکومت په لارښوونو عمل کوي.
ديو سرکاري بيان ترمخه دپيښور په وزيراعلي هاؤس کې يو هيئت سره دخبرو په مهال پرويز خټک وويل صوبائي حکومت دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دمرکزي حکومت په لارښوونو عمل کوي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ګډه پوله محفوظه نۀ ده اؤ ددغه پولې دمحفوظولو څخه پرته هيواد کې ښارونه داولس لپاره محفوظيدى نۀ شي.

ديو سرکاري بيان ترمخه دپيښور په وزيراعلي هاؤس کې يو هيئت سره دخبرو په مهال پرويز خټک وويل صوبائي حکومت دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دمرکزي حکومت په لارښوونو عمل کوي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي وويل په پاک افغان ګډه پوره دتورخم، انګور اډې اؤ ميرانشاه په مقام غيرقانوني اؤ ازادانه تګ راتګ روان دى اؤ هم له دې امله دترهه ګرۍ اوسنۍ پيښه( په باچاخان يونيورسټۍ حمله) کې دپولې پورې غاړې څخه ورغلي ترهه ګر ککړ وؤ.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي دپاک افغان پولې دغيرمحفوظيدو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې دپاکستان پوځ اؤ حکومت دواړه دعوه لري چې تيره اوونۍ دخيبرپښتونخوا په چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله دګاونډي هيواد افغانستان څخه وراوښتو حمله کوونکو ترسره کړې اؤ پاکستان دغه حمله کې دککړو کسانو په ضد ګامونو اخستو لپاره تيره ورځ دافغانستان ناظم الامور سيد عبدالناصر يوسفي خارجه دفتر ته غوښتى ؤ.

په باچاخان يونيورسټۍ دحملې ترسره کيدو څخه وروستو دافغان صدراشرف غني ددفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي وؤ چې دغه حمله کې دافغانستان خاوره نۀ ده کارول شوې.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې روان ضرب عضب عمليات ګټور وګرځول اؤ دعوه يې وکړه چې ددغو عملياتو سره قبائيلي سيمو کې دترهه ګرۍ خاتمه کې مرسته ترلاسه شوې.

پرويز خټک وويل چې ددغو عملياتو څخه وروستو دترهه ګرو دتربيت لپاره کوم ځايې نۀ دى پاتې شوى چې ورسره خودکش حملو کې هم کمى راغلى دى.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ده خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرګ ژوبلې پخلى په ازادانه توګه نۀ شي کيدى.

پرويز خټک وويل صوبائي حکومت ، پوځ اؤ پوليس دترهه ګرۍ په ضد يو موټى دي اؤ دې لړ کې يو بل سره باقاعده رابطه کولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG