لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې ختيځ ساحل د واورې سخت طوفان سره مخ دی


راپورونه وايي د تېزې سيلۍ او واورې د طوفان دغه سلسله به د اتوار د سحر پورې روانه وي .
راپورونه وايي د تېزې سيلۍ او واورې د طوفان دغه سلسله به د اتوار د سحر پورې روانه وي .

د امريکې پلازمينه واشنګټن په ګډون ختيځو رياستونو کې د جمعې په ماسپخين شورو شوي د واورې طوفان عادي ژوندسخت اغېزمند کړی دی ، ختيځو ساحلي رياستونوکې شمالي کېرولېنا، ټينيسي، ورجينيا او مېري لېنډ شامل دي .

سرکاري دفترې ماسپخين بندې کړی شوي، سکولونه او نورې ادارې د سحر نه تړل شوې وې . راپورونه وايي په سړکونو د واورې له کبله ټريفکي پېښې رامنځته شوي او په ځينو ځايونو کې بجلي هم بنده شوې ده .

د ځايي وخت ترمخه د واروې سلسله په يوه بجه شورو شوې او د موسمياتو د محمکمې ترمخه دغه لړۍ به د راتلونکو ۳۶ ساعتونو پورې روانه وي ، او د خالي په سحر د ۴۰ نه تر ۶۰ميله ګهنټې په رفتار سره د تېزې سيلۍ چلېدو پېشن ګويي هم شوې ده .

راپورونه وايي د تېزې سيلۍ او واورې د طوفان دغه سلسله به د اتوار د سحر پورې روانه وي .

د نيويارک ګورنر اېنډريوکومو د جمعې په ماښام د نيويارک خلکو ته د سختو حالاتو دپاره د تيار پاتې کېدو اعلان کړی دی .

د کولمبيا ميئر مريل بائوزر وئيلي د سختې يخنۍ په موسم کې زياته واوره د ۹۰کالو ريکارډ ماتولی شي ، او د دوه نه تر درې فُټه پورې د واورې کېدو پېشن ګويې يې کړې ده .

مريل د ډي سي په خلکو غږ کړی چې د کورنو نه بهر نه ووځي ، د مېټرو بس او مېټرو رېل نظام د جمعې د ماښام پورې بند دی او د ګل د سحر پورې به بند وي .

له دې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د واورې طوفان په لار کې راتلونکو رياستونو کې دامريکې ۲۵ فيصده ابادي پرته ده ، او د درې کروړه پورې خلک په دغو علاقو کې مېشت دي چرته چې واوره روانه ده .

د موسمياتو محکمې د واورې طوفان انتهايي خطرناک ګرځولی او خلکو ته يې د جمعې نه تر اتوارد ورځې پورې په کورونو کې د پاتې کېدو خبرداری ورکړی دی .

د طوفان له کبله تراوسه پورې امريکا کې د الوتکو د شپږو زرو نه زيات پروازونه ځنډول شوي دي .

چارواکو وئيلي د واورې نه واشنګټن ډي سي، بوسټن اود نيويارک ښاري علاقې ترټولو زياتې اغېزمندې کېدی شي .

راپورونه وايي واشنګټن کې په ۴۰ کلونو کې په لمړي ځل پبلک ټرانسپورټ د دومره ډېر وخت دپاره بند کړی شوی دی .

چارواکو خبرداری ورکړی چې د سختې واورې له کبله د بجلۍ نظام اغېزمند کېدی شي ځکه خلک دې د ځان دپاره د رڼا بل انتظام هم تيار وساتي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG