لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته دماتې ورکولو دپاره دامريکا ځمکني عمليات مهم دي، اېش کارټر


اېش کارټر به راتلونکو دوه اوونو کې د څو دفاع وزيرانو سره وويني .
اېش کارټر به راتلونکو دوه اوونو کې د څو دفاع وزيرانو سره وويني .

د امريکې د دفاع وزيراېش کارټر وئيلي تُندروله ډلې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره په عراق او شام کې د امريکايي پوځ په ځمکنو عملياتو زور راوړی دی .

د سويټزرلېنډ په ډيوس ښار کې د نړيوالې اقتصادي غونډې نه پس (سي اېن بي سي ټي وي) سره يوه مرکه کې کارټر وويل چې د امريکايي پوځ په ځمکه د موجودګۍ سره به د ځايي ځواکونو حوصلې لوړې شي ، او هغويې به خپله توجه د مشورو سره مرستندويه مشن پله وګرځوي .

د کارټر په وينا " مونږ د نور څه کولو د موقعې د لټون په هڅه کې يُو او په ځمکه به پوځ موجود وي ، زه دا خبره په ډاګه کول غواړم".

ولې نوموړې وويل "دا د تګ لارې سوال دی چې ايا تاسو ځايي پوځ توانوئ يا د هغويې ځايې نيسئ" .

اېش کارټر به راتلونکو دوه اوونو کې د څو دفاع وزيرانو سره وويني .

نوموړي زياته کړې چې د داعش په ضد جګړه کې ډېر ملکونه هغه څه نه کوي کوم چې هغويې له کول پکار دي . د هغه په وينا دغه ملکونه يواځې د کاغذي ليک ترحده په جګړه کې ګډون کوي .

د هغه په وينا " امر يکا د خلکو نه احسان نه غواړي مونږ ګور چې نور خلک په دغه کار کې خپله ونډه ولري " .

وايس اف امريکا ته د سنټرل کمانډ لخوا د ورکړی شوې شمېرې ترمخه دا وخت په عراق کې د امريکې نزدې ۳۵۵۰ پوځيان موجود دي ، چې پکې خواوشا ۲۷۵۰ د عراقي ځواکونو روزنه کوي مشورې ورله ورکوي او يا يې په مرستندويه ځواک کې شامل دي .

په شام کې د امريکا د خصوصي ځواک د ۵۰ نه کم عسکر موجود دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG