لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامن عمل په اړه ډيوس کې دنوازشريف،اشرف غني اؤ بائيډن ترمينځ ليدنه

 دې لړ کې دپاکستان دوزيراعظم نوازشريف ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې درې فريقي غونډه کې افغانستان کې امنيت اؤ جوړجاړي لپاره په کيدونکوهڅو غور شوى، دغه ليدنه کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري هم گډون لرلو.

دپاکستان دوزيراعظم نوازشريف، افغانستان دصدر اشرف غني ، امريکا دمرستيال صدر جوبائيډن اؤ افغانستان دصدر اشرف غني ترمينځ يوه مهمه ليدنه دسوئټزرلينډ په ډيوس ښار کې ترسره شوې ده.

دريواړه مشران دنړيوال اقتصادي فورم کليزه غونډه کې گډون لپاره ډيوس کې موجود دي.

دې لړ کې دپاکستان دوزيراعظم نوازشريف ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې درې فريقي غونډه کې افغانستان کې امنيت اؤ جوړجاړي لپاره په کيدونکوهڅو غور شوى، دغه ليدنه کې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري هم گډون لرلو.

افغانستان کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ جوړجاړي لپاره دڅلورو هيوادونو امريکا،چين، پاکستان اؤ افغانستان له لوري دصلاح مشورو لړۍ هم روانه ده، ددغو څلورو هيوادونو داستازو دوه غونډې روانه مياشت کې اسلام اباد اؤ کابل کې ترسره شوي دي.

ډيوس کې دامريکا دمرستيال صدر جوبائيډن، پاکستان دوزيراعظم نوازشريف اؤ افغان صدر اشرف غني ترمينځ ترسره شوؤ خبرو کې تر دې مهاله څلور فريقي غونډو کې په شوي پرمختگ داطمينان څرگندونه شوې اؤ دغونډې برخه والو وئيلي دي چې دامن دغه عمل دافغانستان اؤ سيمې په گټه دى.

روانه اوونۍ کې کابل کې ترسره شوې دڅلور فريقي غونډې په موقع دافغانستان دبهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني دطالبانو په ټولو ډلو غږ کړى ؤ چې دامن مذاکراتو عمل کې دې برخه واخلي.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې اسلام اباد کې دترسره شوي ايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع پاکستان، افغانستان، چين اؤ امريکا افغانستان کې دجوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره دڅلور ملکي سټئيرنگ کميټۍ په جوړولو اتفاق کړى ؤ.

دڅلور ملکي ډلې راتلونکې غونډه به په شپږمه فرورۍ اسلام اباد کې ترسره کيږي.

دتيرکال دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې وې اؤ دمذاکراتو په يو بل پړاؤ ترسره کولو هم اتفاق شوى ؤ.

دخبرو اترو دغه لړۍ دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو څخه وروستو ځنډيدلې وه چې ورسره دافغانستان دپلازمينې کابل په ګډون ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې وه.

په عين حال کې دامريکا مرستيال صدر جوبائيډن اؤ دافغانستان صدر اشرف غني دپاکستان دخيبرپښتونخواپه چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG