لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل کې د پېښور زلمي ټيم


د پېښور زلمي ټيم کپتان چې شاهد افريدي دی په ۱۶ کسانو مشتمل دغه ټيم کې پينځه بهرني او نور ځايي د پاکستان لوبغاړي دي ،
د پېښور زلمي ټيم کپتان چې شاهد افريدي دی په ۱۶ کسانو مشتمل دغه ټيم کې پينځه بهرني او نور ځايي د پاکستان لوبغاړي دي ،

پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) کې شامل د پېښور زلمي کرکټ ټيم مالک جاوېد افريدی وايي د پېښور زلمي ټيم د پښتنو نمائنده ټيم دی او د پي اېس اېل نه علاوه به هم د نورو ملکونو دورې کوي .

جاوېدافريدي وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره يوه مرکه کې وئيلي د پاکستان ټي ټيونټې قامي کرکټ ټيم کپتان شاهد افريدي سره په ګډه يې د تېرو درېو کالو راهسې د پي اېس اېل جوړولو هڅه کوله ، او اخر چې د پاکستان کرکټ بورډ پي اېس اېل جوړ کړو .

د پېښور زلمي ټيم کپتان چې شاهد افريدي دی په ۱۶ کسانو مشتمل دغه ټيم کې پينځه بهرني او نور ځايي د پاکستان لوبغاړي دي ، جاويد افريدي وئيلي د لوبغاړو د اخستو طريقه کار د وړاندې نه جوړ کړی شوی ؤ ځکه يې په ټيم کې ټول پښتانه کهلاړيان شامل کړی شوي نه دي .

پي اېس اېل کې شاملو ټيمونو کې يواځې په کوئټه ګليډييټرټيم کې د افغانستان نه يو لوبغاړی محمدنبي شامل دی ، جاوېد وايي زه هم هڅه کوم چې نن خپل ټيم له د افغانستان نه يو لوبغاړی راولم .

نوموړی وايي د پېښور زلمي ټيم جوړولو سره يې د ټيم په نوم يو فاؤنډېشن هم جوړ کړی کوم چې به خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې د لوبو د ودې دپاره کار کوي او د پېښور زلمي ټيم به د پي اېس اېل او ټي ټيونټي نړيوال کپ نه پس د افغانستان او نورو ملکونو دورې هم کوي .

د پېښور زلمي کرکټ ټيم مالک جاوېد افريدي د خپل ټيم او پي اېس اېل په اړه د ډيوه خبريال فضل عزيز سره مرکه دلته اورېدی شئ ،

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00

پاکستان سُپر ليګ ( پي اېس اېل) کې پينځه ټيمونه شامل دي ، پېښورزلمي، کوئټه ګليډييټرز، کراچي کنګز، لاهور قلندرز او فېډرل وايپرز اسلام اباد.

د پاکستان لخوا په لمړي ځل دغه ټورنامنټ راجوړ شوی چې د راتلونکې مياشتې د ۴م نېټې نه پېل کيږي او ۲۳م باندې به يې فائنل وي .

د پي اېس ټول مېچونه به د متحده عرب اماراتو په دوبۍ او شارجه کې کيږي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG