لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران او سعودي اختلافات به گاونډیان هم په فرقه ايزه اور کې ولړي-


امريکاېي څیړنکاران واېي د ایران او سعودي ورستې فرقه ايزه تاو تریخوالی به په سيمه کې او مسلمانه نړۍ کې د شیعه او سني تر منځه اختلافات نور هم ژور کړي-

په سعودي عربستان کې يو نامتو شيعه عالم شیخ نمرته دهېواد سره دغدارۍ په تور کې دمرگ سزا ورکولو وروستو دشيعه مسلمانانو داکثريتي هيواد ايران اؤ سعودي عرب ترمينځ تاؤتريخوالى سوا شوی دی- په تهران کې دسعودي عرب په سفارت خانه د قهر جنو مظاهره چیانود حملې وروستو رياض د تهران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي دي او هلته یې خپله سفارت خانه تړلی او عمله یې بيرته غوښتې ده اؤ خپل هيواد کې یې موجود دايران سفارت کارانو ته امر کړى چې سعودي عرب دې پريږدي.

د منځني ختيز څېړنيزه ادارې ميډل ايسټ انسټيټیوټ په واشنگټن کې څیړنکار اليکس وټنکا واېي د ایران او سعودي فرقه ايزه جگړه خو د پخوا راهسې روانه ده ولې دا تازه کړکیچ په سيمه کې یوه سټراټيجک جگړه هم ده-

د سعودي عرب نه علاوه بحرين ، سوډان، متحده عرب اماراتو او کویت هم ايران سره خپلې سفارتي اړيکې محدودې کړي دي. دايران صدر حسن روحاني وئيلي دي چې سعودي عرب او دهغه ملگري تهران سره پخپلو سفارتي اړيکو ختمولو د شيعه عالم دمرگ دسزا دورکولو پخپل جرم پرده نۀ شي اچولى.

د فاؤنډیشن فار ډيفينس اینډ ډیموکريسي څیړنکارډیوډ وينبرگ واېي د سعودي لخوا یو شیعه عالم شیخ نمر وژنه په خپله د شیعه سني مذهبي جگړې غمازي کوي-

نور تفصیل په دغه رپورټ کې واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG