د پاکستان د پنجاب صوبی نه لږ تر لږه سلو پورې کسان په داعش کې د گډون لپاره شام ته تلي دي- دا خبره تیره ورځ د پنجاب د قانون وزير رانا ثناالله کړې وه - داعش کې گډون کونکي اکثره ښځې دي- څیړونکو وي او ای ډیوه ته ويلي دي چې د حورو غلمانو او جنت خبری یا طمې په داعش کې د گډون لپاره د ښځو لویې لالچ کیدې شي- دا ښځې داعش ته ولې مایله شوی دي ، د ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین ته په امريکه د پاکستان پخوانۍ سفيرې عابده حسین، ليکوالې عایشه صديقه، کارپوه ډاکټر رسول بخش رئیس او ډاکټر حسن عسکري پرې خپل پوهه ښکاره کړیده ، تفصيل یې په رپورټ کې واورئ-