لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: دروغتيا مرکز کې ډزې دپوليس افسر په گډون درې تنه مړه


 دپوليس چارواکو وينا ده چې ډزې کوونکى تن نيول شوى دى.
دپوليس چارواکو وينا ده چې ډزې کوونکى تن نيول شوى دى.

دامريکا کولو راډو رياست کې دخانه داني منصوبه بندۍ اؤ روغتيا دنورو اسانتياوؤ ورکوونکي مرکز پُلينډپيرنټ هډ کې ديو وسله وال تن سره خواؤشا پينځوؤ گينټو پورې په دمې دمې سره شوؤ ډزو کې يو پوليس عسکر اؤ دوه اولسي وگړي وژل شوي اؤ نهه کسان ژوبل شوي دي.

دپوليس چارواکو وينا ده چې ډزې کوونکى تن نيول شوى دى.

دجمعې په ورځ شوؤ ډزو کې ديونيورسټي اف کولو راډو کې تعينات يو ٤٤ کلن پوليس افسر گيرټ سوانسي اؤ دوه اولسي وگړي وژل شوي، ژوبل شوؤ کې پينځه پوليس عسکر اؤ څلور اولسي وگړي شامل دي.

پوليسو وئيلي دي چې تر دې مهاله هغوي ته دډزې کوونکي تن دمحرکاتو لړ کې علم نشته اؤ نۀ هم دا معلومه شوې ده چې ايا ددغه تن دروغتيا دمرکز سره څه رقم تعلم ؤ.

کولوراډو سپرنگز کې درامينځته شوې دغه پيښې په اړه دپوليسو وياند ليفټننټ کيتهرين بکلي وئيلي دي چې ددغه تن دذهنيت ، خيالاتو يا نظرياتو په اړه ورته علم نشته.

پلينډ پيرنټ هډ هم يو بيان جاري کړى چې پکې وئيل شوي دي چې ددغه بريد دمکملو تفصيلاتو يا محرکاتو لړ کې ورته علم نشته.

دډزو په مهال زياتره خلک ددغه مرکز څخه نزدې کلينک ته رسول شوي اؤ تر څو گينټو روانې ډزې هاغه يواځينۍ ذريعه ده دکومې له لارې چې پوليسو ته پته وه چې بريدکوونکى ودانۍ کې موجود دى.

وروستو پوليسو هغه ته دوسلې غورځولو اؤ ځان پوليسو ته دسپارلو وينا وکړه، دبريدکوونکي دنيولو څخه وروستو چارواکو دودانۍ اؤ بريدکوونکي دبيگ تالاشي هم اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG