لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : فضائي عملياتو کې ٢١ جنگيالي وژل شوي


 دجنگي الوتکو له لوري دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دتندلارو ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې لږ ترلږه ٢١ جنگيالي وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ دهغوي گڼې ځالې هم تباه شوي دي.
دجنگي الوتکو له لوري دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دتندلارو ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې لږ ترلږه ٢١ جنگيالي وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ دهغوي گڼې ځالې هم تباه شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې لږ ترلږه ٢١ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دجنگي الوتکو له لوري دتيراه په کوکي خيل سيمه کې دتندلارو ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې لږ ترلږه ٢١ جنگيالي وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ دهغوي گڼې ځالې هم تباه شوي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه کارروايۍ اؤ پکې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٥٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

پوځ خيبرايجنسۍ څخه داکتوبر په مياشت کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په نتيجه کې دجنگيالو دختمولو اعلان کړى ؤ خو سيمه کې اوس هم وخت په وخت دپوځ لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو دبمبارۍ اطلاعات ترلاسه کيږي.

تيرکال پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پوځ اؤ حکومت هيواد کې دتندلارو په ضد عملياتو کې تر ډيره حده اضافه راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG