لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې طالبانو سره دسولې په عمل شکونه


جنرال کيمبل وئيلي وؤ” زما په فکر مخکې له دې چې مونږ مخ په وړاندې لاړ شو تشدد کې کمى راتلل دلويو څيزونو څخه يو دى“
جنرال کيمبل وئيلي وؤ” زما په فکر مخکې له دې چې مونږ مخ په وړاندې لاړ شو تشدد کې کمى راتلل دلويو څيزونو څخه يو دى“

لوړپوړي پاکستاني چارواکي وائي لويې نړيوال شراکت داران داسلام اباد له لوري دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ داودريدلو خبرو اترو دپيل کولو دهڅو ملاتړ کوي خو دهغوي وينا ده چې په دغه اړه نور پرمختگ تر هاغه وخته ممکن نۀ دى ترڅو چې کابل دمذاکراتو ملاتړ نۀ وي کړى.

پاکستان سږکال دجولا ئي په مياشت کې داسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دکابل دحکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دنيغ په نيغه سولې دخبرو کوربه توب کړى ؤ، په تيرو ١٤ؤ کلونو کې ددواړو خواؤ(طالبانو اؤ افغان حکومت) ترمينځ دغه لمړۍ رابطه وه اؤ ورسره افغانستان کې دستونزې دهواري لپاره هيلې پيدا شوې وې، دچين اؤ امريکا چارواکو دغو خبرو کې دمبصرينو په توگه شرکت کړى ؤ.

خو دخبرو اترو دوهم پړاؤ ټاکل شوى دوهم پړاؤ وروستو له هغې وځنډيدو چې دوه کاله دمخه دطالب مشر ملا عمر دمړينې انکشاف وشو، دکوم څخه وروستو چې طالبانو افغانستان کې د٢٠٠١ء کاله څخه راپديخوا تر ټولو زياتې خپلې هلې ځلې غزولي.

دسولې دعمل په اړه ددغو پرمختگونو څخه وروستو افغانستان کې دپاکستان لخوا دامن دهلو ځلوپه اړه موجود شکونه هم يوځل بيا تازه شوي دي، داگست په مياشت کې افغان صدر اشرف غني خپل دغه گاونډي هيواد ته په ډاگه وئيلي وؤ چې طالبانو سره دجوړجاړي دعمل وده کې ورته دهغوي دملاتړ ضرورت نشته، صدر غني اؤ نورو افغان چارواکو ددغو څرگندونو څخه راپديخوا څو کرته دپاکستان په پوځ طالب جنگيالو سره دخپلو خفيه اړيکو دنۀ قطع کولو تورونه لگولي دي.

بې بنياده تورونه

پاکستاني چارواکي وائي چې دامن دخبرو اودريدو څخه وورستو اسلام اباد سره کابل ته ددې پيغام دورکولو پرته بله لار نۀ ده پاتې شوې چې هغوي به دجوړجاړي عمل تر هاغه وخته مخ په وړاند نۀ بوځي ترڅو چې افغانان غيرمطمئين اؤ دپاکستان دکردار په اړه تحفظات لري.

روانه اوونۍ کې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه پاليسۍ يو مرکزي صلاح کار طارق فاطمي يو مقامي ټي وي چينل ته وئيلي دي چې اوس مونږ دصدر اشرف غني څخه دکوم گام يا يو ځانگړي خواست په انتظار يو چې مونږ ته دجوړجاړي دعمل دپيل کولو اجازه راکړي

خو دهغه په قول تر دې مهاله دبنياد ډلې( افغان حکومت) له لوري کومه اشاره نۀ ده ترلاسه شوې، فاطمي وئيلي دي چې گڼو ملگرو هيوادونو پاکستان ته وئيلي دي هغوي دافغان امن عمل بيا پيل کول غواړي ځکه چې دهغوي په اندازه هم افغانستان کې دجگړې دخاتمې لپاره دا يواځينۍ سنجيده ممکنه لار ده.

دپاکستان په کوربه توب دافغان سولې عمل ته په اشارې کولو سره دپاکستان دنوم داخستو نه بغير تيره اوونۍ افغان صدر اشرف غني کابل کې دافغان ځوانانو يو هيئت ته وئيلي وؤ چې دهغوي مقصد دا ؤ چې مونږ په برابره توگه (طالبانو سره) په ميز شريکولو اؤ دافغانستان صدر بيا په دغه ميز کښيناستو لپاره خيرغوښتو ته مجبور کړي خو داشرف غني په قول زۀ داسې شخص نۀ يم چې ددغسې خبرو لپاره به سوال کوم

غني دا گيله هم کړې وه چې پاکستاني مشرانو دا ژمنې خو کړي چې دهغه په هيواد(افغانستان) کې امن اؤ ثبات ته وده ورکوي خو هغوي ( پاکستاني مشران) افغانستان کې دتشدد کمولو لپاره په طالبانو دفشار اچولو په اړه خپلې وعدې نۀ دي پوره کړي.

روانه مياشت کې کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دنيټو په مشرۍ دځواکونو امريکائي کمانډر جنرال جان کيمبل هم ددغه دريځ ملاتړ کړى ؤ.

جنرال کيمبل وئيلي وؤ زما په فکر مخکې له دې چې مونږ مخ په وړاندې لاړ شو تشدد کې کمى راتلل دلويو څيزونو څخه يو دى

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تيره اوونۍ دامريکا دپينځه ورځني سفر په مهال دامريکائي انتظاميې لوړپوړو چارواکو اؤ عسکري مشرانو سره ليدنې کړې وې، ددغو خبرو دپام مرکز دافغان جوړجاړي دعمل بيا شروع کيدل وؤ.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي وؤ چې دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى چې دنور ځنډ څخه پرته دامن عمل پيل کيدل پکار دي.

ټاکل شوې ده پاکستان به راتلونکې مياشت کې اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ په نوم ديوې مهمې غونډې افغانستان سره په شريکه ميلمستيا کوي، دغه غونډه کې به دجگړه ځپلي هيواد افغانستان سيمه ييزو اؤ نړيوال شراکت داران دافغان سياسي اؤ اقتصادي ثبات ته دودې ورکولو په بيلا بيلو لارو چارو بحث کوي.

افغان چارواکي وائي چې په دغه غونډه کې دصدر اشرف غني شرکت افغانستان کې دتشدد دکمولو په اړه دپاکستان په گامونو انحصار کوي.

داسې راپورونه هم دي چې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به راتلونکوورځو کې دکابل دوره کوي اؤ دغلته به هاغه خبرې اترې مخ په وړاندې بوځي کومې چې هغه اوس اوس امريکائي چارواکو سره کړي، خو يو سينئر پاکستاني چارواکي وي او اى ته وئيلي دي افغانستان ته دجنرل شريف ددغه سفر تر دې مهاله کومه تائيد شوې منصوبه نشته.

دملا عمر دمړينې څخه وروستو دطالبانو ترمينځ دقيادت پسر راپورته شوې شخړې هم دافغان جوړجاړي دهڅو په لاره کې خنډان راپورته کړي اؤ ددغه ډلې ديو والي په اړه يې پوښتنې راولاړې کړي.

خو مبصرين بيا وائي چې په قطر کې دطالبانو دسياسي دفتر دمشر ټاکنه اؤ دجگړې په ميدان کې دهغوي فتوحات ددې خبرې اشاره ورکوي چې دملا عمر ځايې ناستي، ملا اختر منصور، په طالبانو خپل واک مضبوط کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG