لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته درانسکورې کړل شوې روسي الوتکې دلارې علم ؤ،پيوټن


”امريکا،څوک چې دهاغه ائتلاف مشري کوي چې ترکي يې هم برخه ده، ته زمونږ دالوتکو دالوت دوخت اؤ ځايې علم ؤ اؤ په مونږ بيخي هم په دغه وخت وار وکړل شو“
”امريکا،څوک چې دهاغه ائتلاف مشري کوي چې ترکي يې هم برخه ده، ته زمونږ دالوتکو دالوت دوخت اؤ ځايې علم ؤ اؤ په مونږ بيخي هم په دغه وخت وار وکړل شو“

دروس صدر ولاديمير پيوټن وئيلي دي چې امريکا ته دترکي له لوري درانسکورې کړل شوې روسي الوتکې دلارې علم ؤ اؤ ورته پکار وؤ چې خپل ائتلافي هيواد ترکي يې ددې څخه خبر کړى وى.

امريکا،څوک چې دهاغه ائتلاف مشري کوي چې ترکي يې هم برخه ده، ته زمونږ دالوتکو دالوت دوخت اؤ ځايې علم ؤ اؤ په مونږ بيخي هم په دغه وخت وار وکړل شو

ماسکو کې دخبرو په مهال صدر پيوټن وويل مونږ دا معلومات امريکايانو ته ولې ورکول که چرې هغوي ددې تبادله خپلو نورو ائتلافيانو سره نۀ کوله

امريکا اؤ روس پخپل مينځ کې يو تړون لري چې مقصد يې شام کې دکارروائيو په مهال ديو بل دالوتکو دمخامخ راتللو څخه بچ کيدل دي.

ترکي دريځ لري چې لس ځله يې روسي الوتکې ته دخپلو فضائي حدودو څخه دوتلو خبردارى ورکړى ؤ.

په عين حال کې دماسکو اؤ انقرې ترمينځ دلفظونو جگړه پيل شوې، پيوټن وئيلي د ي چې دترکي له لوري دروسي الوتکې رانسکورول ديو داسې رياست له لوري دهوکه ورکول دي کوم چې هغوي خپل ملگرى گڼلو.

روس دشورو په ورځ اعلان کړى ؤ چې دشام صوبې الاذقيه کې دايس -٤٠٠ ميزائيل نظام نصب کوي، ددغه صوبې پوله ترکي سره لگي.

پيوټن وئيلي وؤ چې دا ناممکنه ده چې ترکي ته معلومه نۀ وه چې رانسکوره کړل شوې الوتکه روسي وه اؤ پوښتنه يې راولاړه کړې چې که چرې دغه امريکائي الوتکه وى نو ايا هغوي به امريکايان هم په نخښه کول؟ خو ددې پځايې هغوي ته داوريدو لپاره دا ميلاويږي چې دمعذرت کولو جواز نۀ لري.

سي اين اين سره مرکه کې دترکي صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې هيواد به يې دالوتکې په رانسکورولو معذرت نۀ کوي.

دهغه په ټکو زما خيال دى چې مونږ نه بلکې بل چاته معذرت کول پکار دي، هغو ته چاچې زمونږ دفضائي حدودو خلاف ورزي کړې

يو ټي وي چينل سره خبرو کې ترک صدر لږه شانه دجوړجاړي رويه خپلې کړې اؤ وئيلي يې دي که چرې ورته علم وى چې دغه روسي الوتکه ده نو کيدى شي چې په مختلف انداز کې يې ردعمل څرگند کړى وى خو دهغوي پائيلټانو ته دتگلارې پته ده چې دترکي دفضائي حدونو دتحفظ لپاره ورته څه کول دي.

اردوان وئيلي دي روسي صدر ته پکار دي چې څه شوي په هغې خبره وکړي خو دهغه په قول روسي مشر دهغه دټيليفوني کالونو ځواب نۀ دى ورکړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG