لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندوز په روغتون حمله د ډېرو غلطو له کبله شوې وه، امريکا


کېمپبل وئيلي "دا پېښه د يوې داسې انساني غلطۍ نه شوې چې بچاؤ ترې کېدی شو".
کېمپبل وئيلي "دا پېښه د يوې داسې انساني غلطۍ نه شوې چې بچاؤ ترې کېدی شو".

د امريکا د پوځ د پلټنو ترمخه د امريکايي پوځ لخوا د افغانستان په کندوز ښار کې په يو روغتون د نيم ساعت پورې بمباري د ځايې پېژندنې د غلطۍ له کبله شوې وه ، په کومه کې چې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډوند د ۳۰ پورې کسان وژل شوي وو .

په افغانستان کې د امريکا او اتحادي ځواکونو جنرال جان کېمپبل د شورو په ورځ کابل کې يوې خبري غونډې ته وئيلي چې افغان ځواکونو امريکايي هوائي ځواک ته د افغان استخبارتي ادارې نيشنل ډائريکټريټ اف سيکيورټي ( اېن ډي اېس) په يو وداني د حملې کولو وئيلي ؤ د کوم په اړه چې خيال کېدو دغه ودانی طالب وسله والو قبضه کړی دی .

د رپورټ ترمخه د ای سي ۱۳۰ فضائي مامورينو د دغه وداني په ځايې د بې سرحده ډاکټرانو د نړيوال خېراتي تنظيم (اېم اېس اېف) په روغتون ۲۱۱ شېلونه داغلي ؤ کوم چې د اېن ډي اېس د وداني نه په ۴۵۰ کلوميټره فاصله لرې ؤ .

کېمپبل وئيلي ، " دا يوه المناکه غلطي وه، دا د انساني او عملي غلطۍ يو مثال دی دا پېښه د يوې داسې انساني غلطۍ نه شوې چې بچاؤ ترې کېدی شو".

کېمپبل زياته کړې چې ډېرې غلطۍ د حملې سبب جوړې شوي، فضايي مامورينو د کارروايۍ نه يو ساعت وړاندې حمله پېل کړې او په دغې اړه بريفنګ ترې پاتې شوی ؤ ، او د بمبارۍ په مهال د جنګي الوتکو برقي نظام خراب شوی ؤ، نوموړي د بمبارۍ په مهال د شوؤ غلطيانوټول تفصيل وړاندې کړی دی .

کېمپبل وئيلي په دغه پېښه کې ککړ ځيني پوځي مامورين معطل کړی شوي او په ضد يي محکمانه کارروايي کولی شي ، نوموړي وئيلي امريکا د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون بيا جوړولو کې مرسته کول غواړي .

افغان صدر اشرف غني په امريکايي تحقيقاتي رپورټ باندې غبرګون کې وئيلي چې " د امريکې په تحقيقاتو کې رښتيا نه دي نظر انداز کړی شوي، غلطۍپکې منل شوي د دې نه به چارواکو ته د غلطيانو نه د زده کړې او چرته چې مناسب وي د کسانو د احتساب په لړ کې مرستې ترلاسه شي " .

د بې سرحده ډاکټرانو لخوا وئيل شوي چې امريکايي تحقيقاتي رپورټ کې د امريکايي ځواک غټه لاپرواهي په ګوته شوې ده او تنظيم په دغه موقع يو ځل بيا د بهرنو او ازادو پلټنو غوښتنه کړې ده .

د اکتوبر د مياشتې په درېمه نېټه ترسره شوې دغې حملې نه څو ورځې وروستو امريکايي صدر باراک اوباما د بې سرحده ډاکټرانو د تنظيم د مشر جواين ليو نه په غلطۍ سره شوې حمله باندې بخښنه غوښتې او عزم يې څرګند کړی ؤ چې د دغه پېښې به پوره پلټنې کولی شي .

دغه پېښه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د ۱۴ کالو مودې په پوځي عملياتو کې د عامو ملکي وګړو د انساني زيان په بدترينو پېښو کې يوه وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG