لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې خصوصي دستې به ډېر زر شام ته لاړ ې شي


مېکګرک وئيلي چې امريکا د داعش په ضد عمليات کوي او ټولې نړېوالې ورورولۍ هم دغه رنګ کول پکار دي .
مېکګرک وئيلي چې امريکا د داعش په ضد عمليات کوي او ټولې نړېوالې ورورولۍ هم دغه رنګ کول پکار دي .

يو امريکايي چارواکي وئيلي دي چې ډېر زر به د امريکې خصوصي دستې شمالي شام ته لاړې شي ، او هلته به د تُندوره ډلې داعش د خپل سره خلافت او د هغويې د ترهګرو منصوبو په ضد د ځايي عرب جنګيالو سره په ګډه کار کوي .

د امريکې مرستيال خارجه وزير بريټ مېکګرک د اتوار په ورځ امريکايي ټي وي چېنل " سي بي اېس " په يو پروګرام " فېس دې نېشن" کې د خبرو په مهال وئيلي چې خصوصي دستې به شام ته لاړې شي ، خو د دغه خبرې د حساسيت په وجه يې دا نه دي وئيلي چې ځانګړی ځواک به کله ځي .

د امريکې صدر باراک اوباما تېره مياشت د دغه مقصد دپاره د ۵۰ امريکايي سرتېرو په ځايې کولو منظوري ورکړې وه چې دويې به د خپل مشن په مهال د ځايي شامي جنګيالو، عرب، کُرد او نورو جنګيالو سره په ګډه کار کوي .

مېکګرک وئيلي چې امريکا د داعش په ضد عمليات کوي او ټولې نړېوالې ورورولۍ هم دغه رنګ کول پکار دي .

نوموړي په عراق او شام کې د تُندوره وسله والو په ضد په قلاره د پرمختګ په اړه امريکا باندې کېدونکو نيوکو ته ځواب وئيلی ، چې اوس به دغه هڅې تېزولی شي او د شام په رقه ښار (کوم چې د داعش مظبوط مرکز دی ) په ضد کېدونکی پرمختګ شپږ مياشتې وړاندې نه شو کېدی .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG