لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش د نورو حملو په اړه اطلاعات نشته ، امريکا


اېف بي ائي وئيلي چې د ټولو خبرونو په سنجيدګۍ سره معلومات کوي ، خو د داعش لخوا د کومې ممکنه حملې باوري اطلاع ورته نشته .
اېف بي ائي وئيلي چې د ټولو خبرونو په سنجيدګۍ سره معلومات کوي ، خو د داعش لخوا د کومې ممکنه حملې باوري اطلاع ورته نشته .

د امريکې محکمه خارجه وئيلي چې داسې کوم باوري اطلاع ورته نشته چې د تُندروه ډلې داعش وسله وال په فرانس، امريکا يا په نورو کومو ملکونود حملو پلان لري .

د محکمه خارجه دغه بيان د آن لائن هېکرګروپ (اېنونيمس) لخوا په انټرنېټ د جاري شوي هغې بيان په غبرګون کې مخې ته راغلی چې پکې دغه ګروپ د داعش د نورو حملو اندېښنه څرګند کړې ده .

اېنونيمس په آن لائن بيان کې ادعا کړې چې هېکرانو يې د داعش د ځينې آن لائن اکاؤنټونو نه داسې معلومات ترلاسه کړي د کومو نه چې معلوميږي د تُندوره ډلې جنګيالي د اټلي او لبنان په ګډون په ځينې ملکونو دحملو منصوبه بندي کوي .

هېکر ګروپ په خپل بيان کې نور تفصيل نه دی وئيلی خو ادعا يې کړې ده چې دغه معلومات يې د امريکې خفيه ادارې (سي ائي ای) او (اېف بي ائي) او د برطانيې (اېم ائي فائيو) ايجنسۍ ته ورکړي دي .

د امريکې تحقيقاتي ادارې (اېف بي ائي) د خالي په ورځ يو وضاحتي بيان کې وئيلي ؤ چې اداره د ټولو ګواښونو او حملو د خبرونو په سنجيدګۍ سره معلومات کوي ، خود داعش لخوا د کومې ممکنه حملې باوري اطلاع ورته نشته .

خارجه محکمې د اتوار په ورځ هغو سوالونو ته د ځواب ورکولو نه انکار کړی چې د اېنونيمس د اطلاع وروستو يې په خپلو تنصيباتو غېرمعمولي امنيتي ګامونه پورته کړي دي .

ولې خارجه محکمې په خپل بيان کې په ډاګه کړې ده چې د ترهګرۍ د تازه حملو نه پس په ګرده نړۍ کې امريکايي تنصيباتو باندې سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG