لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې دجنګي جرمونو په سر دحزب اختلاف دوه مشران تيزندي کړی شوي


بنګله دېش کې د جنګي جرمونو دپاره جوړ ځانګړي عدالت ( انټرنيشنل کرائم ټربيونل) دغو دواړو کسانو ته په کال ۲۰۱۳م کې د مرګ سزا اورولې وه ،
بنګله دېش کې د جنګي جرمونو دپاره جوړ ځانګړي عدالت ( انټرنيشنل کرائم ټربيونل) دغو دواړو کسانو ته په کال ۲۰۱۳م کې د مرګ سزا اورولې وه ،

بنګله دېش کې د حزب اختلاف ډلو دوه مشران د کال ۱۹۷۱م د جنګ ازادۍ په مهال د جنګي جرمونو کولو په جرم نن د اتوار په سحر تيزندي کړی شوي دي .

د بنګله دېش پوليس مشر ای کی اېم شاهدالحق پخلی کړی چې د جماعت اسلامي ډلې سينئير مشر علي احسن محمدمجاهد او د حزب اختلاف بنګله دېش نيشنل پارټۍ (بي اېن پي) صلاح الدين قادر چوهدري د اتوار په سحر د ډهاکې په مرکزي جېل کې تېزندي کړی شوي دي .

بنګله دېش کې د جنګي جرمونو دپاره جوړ ځانګړي عدالت ( انټرنيشنل کرائم ټربيونل) دغو دواړو کسانو ته په کال ۲۰۱۳م کې د مرګ سزا اورولې وه ، د دغه فېصلې په ضد شوی اپيل سترې محکمې رد کړی ؤ .

د بنګله دېش داخله وزير اسدالزمان خان کمال اعلان کړی چې د دواړو مجرمانو لخوا شوی د رحم اپيل صدر رد کړی او د هغې نه پس د دويې د کورنو سره د داړو ملاقات هم شوی وو .

د ۶۷ کلن مجاهد او ۶۶ کلن چوهدري د تېزندۍ نه پس د هغويي مړي خپلوانو ته حواله کړی شوي دي .

جماعت اسلامي يو ځل بيا د خپل سينئير مشر تېزندي په دغه ملک کې د حکومت لخوا د حزب اختلاف ختمولو سازش ګرځولی او په ټول ملک کې يې د کاربنديز اعلان کړی دی .

او د بي این پي او اتحاديانو لخوا د احتجاجي مظاهرو او بدامنۍ د اندېښنې له امله حکومت د تېزنديانو نه وړاندې په ملک کې د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته کړي .

محمدمجاهد د جماعت اسلامي ډلې دويم سينئير مشر دی چې د بنګله دېش د جنګ ازادۍ په مهال د دانشورانو د قتل کولو په تور کې ورته د مرګ سزا ورکړی شوه .

قادرچوهدري شپږ ځله د دغه ملک د پارليمنټ غړی منتخب شوی او د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضيا مشاور پاتې شوی او هغه ته په قتل وغارت کولو تيزندي ورکړی شوه .

د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه نيوکې کوي چې د بنګله دېش د ځانګړي عدالت کارروايانې د بېن المللي معيار مطابق نه دي .

بنګله دېش چې د پاکستان برخه وه په کال ۱۹۷۱م کې د يو جنګ په نتيجه کې ځانله ملک جوړ شو . جماعت اسلامي ډلې په دغه مهال د بنګله دېش پاکستان نه د جُدا کېدو مخالفت کړی ؤ .

بل لور ته پاکستان کې جماعت اسلامي ډلې بنګله دېش کې د تازه تېزنديانو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG