لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : وسله وال بريد کې درې رېنجر وژل شوي


په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس په ګډه د شرخو، هدفي وژونکو،قلنګ اخيستونکو او نورو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات کوي .
په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس په ګډه د شرخو، هدفي وژونکو،قلنګ اخيستونکو او نورو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات کوي .

د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د نيم پوځي دستې رېنجرو په يو ګاډي ډزې کړي چې په نتيجه کې يې درې عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی .

د کراچۍ ښار د رېنجرو مشر(ډائريکټرجنرال، ډي جي) مېجر جنرال بلال اکبر پخلی کړی چې په وسله وال بريد کې درې رېنجر وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار د غربي ضلعې د بلديه اتحاد ټاؤن په سيمه کې په داسې مهال رامنځته شوې ده چې د رېنجرو ګاډی په علاقه کې په ډيوټۍ موجود ؤ.

ډي جي رېنجر د پېښې په ځايې مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل په موټر سائيکلو سواره نامعلومه وسله وال راغلي او په رېنجرو يې ډزې کړي دي .

هغه ووئيل د رېنجرو اته سرتيري چې څلور په ګاډي او څلور په موټرسائيکلو د يو جمات مخې ته په ډيوټۍ ولاړ ؤ، او وسله والو پرې په دغه مهال ډزي کړي دي .

د ډي جې رېنجر په وينا داسې ښکاري چې وسله والو په جومات حمله کول غوښتل ، خو ډزې يې د جومات مخې ته په موجودو رېنجرو کړي دي .

د نوموړي په وينا د پېښې وروستو په علاقه کې د وسله والو په ضد عمليات پېل کړی شوي دي ، او زياته يې کړه چې رېنجرو له دې وړاندې هم په ښار کې په روانو عملياتو کې ډېر ترهګر نيولي او دغه حمله کوؤنکي به هم ډېر زر اونيسي .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس په ګډه د شرخو، هدفي وژونکو،قلنګ اخيستونکو او نورو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات کوي .

د رېنجر او پوليس چارواکي ادعا کوي چې په ښار کې روانو عملياتو کې په ګڼ شمېر کې ترهګر او نورو جرمونو کې ککړ عناصر نيولي شوي دي ، او چارواکي ادعا کوي چې په ښار کې د روانو عملياتو سره د امنيت وضع تر ډېره حده ښه شوې ده .

خو چارواکي پخلی کوي چې د ښار په غاړو کې پرتو علاقو کې اوس هم شرخوښي شتون لري .

په کراچۍ ښار کې د روانو عملياتو په مهال له دې وړاندې هم په رينجرو او پوليس باندې حملې شوي او پکې وژل شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG