لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : ځانمرگي بريد اؤ نښته کې يو عسکر اؤ پينځه جنگيالي وژل شوي


 دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک په دغه اړه وئيلي دي چې بريد دزيارت په ورځ په ارغنداب اولسوالۍ کې سحر مهال په يوه پوسته ترسره شوى دى.
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک په دغه اړه وئيلي دي چې بريد دزيارت په ورځ په ارغنداب اولسوالۍ کې سحر مهال په يوه پوسته ترسره شوى دى.

چارواکي وائي دافغانستان دجنوبي قندهار ولايت کې دزيارت په سحر په يوه حکومتي ودانۍ ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يو عسکر وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک په دغه اړه وئيلي دي چې بريد دزيارت په ورځ په ارغنداب اولسوالۍ کې سحر مهال په يوه پوسته ترسره شوى دى.

هغه وائي چې پينځه بريدکوونکي هم وژل شوي چې په هغوي کې يو خپل گاډى الوځولى اؤ څلورو داولسوال ودانۍ ته دننوتلو هڅه کوله ، خو امنيتي ځواکونو هغوي وژلي دي.

تر دې دمه ددغه بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى خو دطالبانو مضبوط مرکز گڼل کيدونکې دغه سيمه کې له دې وړاندې جنگيالو دغه رقم خونړي بريدونه ترسره کړي دي.

اوسنو مياشتو کې دتندلارو له لوري افغانستان کې يوځل بيا دتشدد څخه ډکو کارروائيو کې اضافه راغلې، دهيواد بيلا بيلو برخو کې امنيتي ځواکونو سره دنښتو ترڅنگ ددغو جنگيالو دبيلا بيلو دبيلا بيلو ډلو پخپل مينځ کې هم نښتې روانې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG