لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين او ناروی د داعش لخوا د خپلو ملکي وګړو وژنه غندلې


دغه تښتؤل شوي کسان په ظاهره په ډزو وژل شوي ، او داعش له دې وړاندې د يرغمال کړو کسانو د وژنو ويډيو خپرې کړي دي
دغه تښتؤل شوي کسان په ظاهره په ډزو وژل شوي ، او داعش له دې وړاندې د يرغمال کړو کسانو د وژنو ويډيو خپرې کړي دي

چين د زيارت په ورځ ناروی سره په ګډه د خپلو هغو ملکي وګړو وژنه غندلې څوک چې تُندروه ډلې داعش يرغمال کړي وو .

د چين صدر شي جين پينګ وئيلي ، " ترهګري د ټول انسانيت يو رنګ دښمن عمل دی " او زياته کړې يې ده چې ملک يې په هر شکل کې د دغه عمل غندنه کوي . اود چين حکومت به په دغه پېښه کې ککړ عناصر د انصاف کټهرې ته راولي .

د داعش وسله والو په خپل يو ان لائن ميګزين (مجله) دابق کې د۵۰ کلن چيني وګړی فان جينګوئ او ۴۸ کلن د ناروی اولی جان ګرمزګارډ د وژنې ادعا کړې ده . او د دويې د مړو عکسونه يې خپاره کړې چې ورسره ليکل شوي د کافر قوم او تنظيمونو لخوا د مرستې نه کولو پس يې دويې وژلي دي .

د ناروی وزيراعظم ارنا سولبرګ د شورو په ورځ وئيلي چې دا د وژنې وحشي عمل دی.

هغه وئيلي ، زمونږ د ملکي وګړي سره چې کوم سلوک شوی د هغې څه جواز نشته نه دا په کوم مذهب کې شته او په نه په کومه نظريه کې شته، او دا د بې دردۍ وژنه ده .

دغه تښتؤل شوي کسان په ظاهره په ډزو وژل شوي ، او داعش له دې وړاندې د يرغمال کړو کسانو د وژنو ويډيو خپرې کړي ، په کومو کې چې د امريکايي صحافي جېمزفولي او اسټيون اسټلوف وژنې هم شامل دي .

خو تراوسه دا نه ده معلومه چې په شخصي توګه د مشير په توګه کارکوؤنکی (چينی) فان کله او د کوم ځايې نه تښتؤل شوی ؤ .

ګرامزګارډ د روان کال د جنورۍ په مياشت کې شام ته د سفر په مهال تښتؤل شوی ؤ هغه د فلسفه سياسيات زده کوؤنکی ؤ ، او د جنورۍ په مياشت کې يې په فېس بک باندې خپل پېغام کې وئيلي ؤ چې هغه ادليب ته رسېدلی دی .

د ستمبر په مياشت کې وزيراعظم سولبرګ وئيلي ؤ چې ناروی د خپل يرغمال شوي وګړي دپاره د تاوان ورکولو منصوبه نه لري ، خو د شورو په ورځ يې وئيلي ، چې څو مياشتې د ګرامزګارډ د کورنۍ سره په رابطه کې پاتې شوی .

داعش تېر کال د عراق او شام په مختلفو برخه قبضه کړې او هلته يي د خپل سره خلافت اعلان کړی، او په دغه موده کې يې د يو شمېر مختلفو ملکونو وګړي يرغمال کړي او د هغوي د خوشي کېدو دپاره يې د تاوان سره نورې مطالبې هم اېښودي دي .

دغې ډلې په امريکا او يورپ کې د ترهګرۍ کولو ګواښ هم کړی دی او تېره جمعه يې په پېرس کې د خونړو بريدونو او تېره مياشت د روسي مسافر الوتکې په بم د الوزلو زمه واري يې هم په خپله غاړه اخيستې ده .

امريکا او اتحاديان يې د داعش په ضد عراق او شام کې فضائي عمليات کوي کوم چې د پېرس حملو نه پس تېز کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG