لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانان په عدم تحفظ اؤ معيشت انديښنه لري،جائزه راپور


دجائزې ترمخه 36.7 فيصده خلکو وئيلي دي دهغوي په فکر هيواد يې په سم لوري روان دى، دتيرکال په پرتله دا شميره کمه ده، تيرکال 54.7 فيصده خلکو وئيلي وؤ چې هيواد يې سم لوري ته روان دى.
دجائزې ترمخه 36.7 فيصده خلکو وئيلي دي دهغوي په فکر هيواد يې په سم لوري روان دى، دتيرکال په پرتله دا شميره کمه ده، تيرکال 54.7 فيصده خلکو وئيلي وؤ چې هيواد يې سم لوري ته روان دى.

افغانستان کې ترسره شوې يوه جائزه کې معلومه شوې ده چې طالبانو سره جگړه کې شدت اؤ دمخ په زياتيدونکې بې روزگارۍ په تناظر کې افغان وگړي د عدم تحفظ اؤ معيشت لړ کې تر ټولو زيات دانديښنې ښکار دي.

سان فرانسيسکو کې قائم ايشياء فاؤنډيشن دنهې په ورځ خپل کليز جائزه راپور وړاندې کړى، دې جائزې لپاره دافغانستان ٣٤ؤ ولايتونو کې د9,586 افغان سړو اؤ ښځو رايې اخستل شوې ده.

دجائزې ترمخه 36.7 فيصده خلکو وئيلي دي دهغوي په فکر هيواد يې په سم لوري روان دى، دتيرکال په پرتله دا شميره کمه ده، تيرکال 54.7 فيصده خلکو وئيلي وؤ چې هيواد يې سم لوري ته روان دى.

په تيرو ١٠ؤ کلونو کې په لمړي ځل داسې شوې ده چې افغان اولس دومره کم هيله مند دى.

جائزه کې معلومه شوې ده چې 42.7 فيصده افغان اولس دتحفظ لړ کې پريشانه دى خو تيرکال دغه شميره 34.1 فيصده وه، د٢٠٠٧م څخه راپديخوا سږکال افغانستان کې دعدم تحفظ احساس ترټولو زيات دى.

په ياده دې وي چې ٢٠١٤م کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل جنگي مشن پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ.

سږکال طالب جنگيالو افغانستان کې گڼې خونړۍ کارروايۍ ترسره کړي چې پکې په افغان پارلمان بريد اؤ په شمالي ښار کندوز دلږ وخت لپاره قبضه هم شامله ده.

افغانستان کې موجود په کم شمير کې ائتلافي ځواکونه افغان ځواکونو ته دطالبانو په ضد جگړه کې مرسته ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG