لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې دداعش په مرکزونو دفرانسيسي جنگي الوتکو بمباري


 دغه فضائي کارروايۍ کې ١٠ؤ فرانسيسي جنگي الوتکو برخه اخستې ده.
دغه فضائي کارروايۍ کې ١٠ؤ فرانسيسي جنگي الوتکو برخه اخستې ده.

فرانس شام کې دتندروه ډلې داعش په هدفونو تازه بمباري کړې ده چې اؤ دغه بمباري تيره اوونۍ پيرس کې دترسره شوؤ خونړو حملو څخه وروستو دداعش په ضد دپيل کړل شوي تازه مهم برخه ده.

ددفاع دوزارت ترمخه دنهې په ورځ دغه کارروائي دداعش په مضبوطه ځاله رقه کې شوې ده چې پکې دتندلارو يو کمانډ سنټر اؤ دبهرتۍ مرکز په نخښه کړل شوى دى.

دغه فضائي کارروايۍ کې ١٠ؤ فرانسيسي جنگي الوتکو برخه اخستې ده.

دتيرې جمعې په ورځ دفرانس پلازمينه پيرس کې په بيلا بيلو ځائيونو کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو اؤ دډزو پيښو کې ١٢٩ کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغو بريدونو ذمه واري تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې وه.

دپيرس دحملو څخه وروستو دفرانس له لوري داتوار په ورځ رقه کې په لمړي ځل کوټلې فضائي کارروايۍ شوې وه.

دفرانس صدر فرانسوا اولاند شام کې په جنگيالو دبې رحمه بريدونو کولو اراده څرگنده کړې وه اؤ دهغه په قول دپيرس دبريدونو منصوبه بندي هم دغلته نه شوې وه.

صدر اولاند دنهې په ورځ دامريکا خارجه وزير جان کيري سره هم ليدنه کوي څوک چې دگل په ورځ پيرس ته رسيدلى ؤز

جان کيري وئيلي دي هغوي به داعش ته ماتې ورکوي اؤ زياته کړې يې ده چاته په دې خبره کې شک نۀ دى پکار چې درڼا ښار(پيرس) کې اوس هم رڼا ده.

بل لوري ته دپيرس دبريدونو پلټنې هم روانې دي اؤ دگل په ورځ چارواکو دهيواد مختلفو سيمو څخه ٢٣ کسان نيولي دي، په دغو کسانو بريدونو کې دککړتيا تور دى.

مراکش نژاده دبيلجئيم وگړى عبدالحامد عبود په ممکنه توگه ددغو بريدونو مرکزي منصوبه جوړونکى گرځولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG