لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميانمار: دانگ سان سوچي ګوند انتخاباتو کې کامياب


 دميانمار پوځ اؤ د پارلمان لويې گوندونه به فرورۍ کې صدر لپاره خپل کانديد نوموي، تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه کوونکى به صدر وي اؤ په دوهم اؤ دريم نمبر راتلونکى کانديد به مرستيال صدر وي.
دميانمار پوځ اؤ د پارلمان لويې گوندونه به فرورۍ کې صدر لپاره خپل کانديد نوموي، تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه کوونکى به صدر وي اؤ په دوهم اؤ دريم نمبر راتلونکى کانديد به مرستيال صدر وي.

ميانمار کې دجمعې په ورځ تر ورځې دجاري شوؤ انتخابي نتيجو ترمخه دحزب اختلاف گوند نيشنل ليگ فار ډيموکراسي( اين ايل ډي) پارلمان کې ساده اکثريت ترلاسه کړى دى.

دجمعې تر غرمې پورې اين ايل ډي په ٦٦٤ چوکو مشتمل دپارلمان دواړو ايوانونو کې ٣٤٨ چوکۍ ترلاسه کړي اؤ واکمن گوند يونين سوليډيريټي اينډ ډويلپمنټ پارټي ماتې سره مخ شوې اؤ تر دې مهاله يې يواځې ٤٠ چوکۍ ترلاسه کړي دي، وړو گوندونو اؤ ازادو کانديدانو تر دې مهاله په مجموعي توگه يواځې ٣٠ چوکۍ ترلاسه کړي دي.

دميانمار پوځ اؤ د پارلمان لويې گوندونه به فرورۍ کې صدر لپاره خپل کانديد نوموي، تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه کوونکى به صدر وي اؤ په دوهم اؤ دريم نمبر راتلونکى کانديد به مرستيال صدر وي.

دپوځ له لوري دجوړ کړل شوي ائين ترمخه په انگ سان سوچي دصدرې جوړيدو بنديز دى ځکه چې دهغې زامن برطانوي شهريت لري، دهغې وفات شوي خاوند هم برطانوي وگړيتوب لرلو.

دزيارت په ورځ سپينې ماڼۍ صدر تائن شين اؤ اين ايل ډي دواړو ته په تاريخي انتخاباتو مبارکي وئيلې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه هيواد ته دنورو گڼو جمهوري گامونو ضرورت دى چې پکې ائين کې بدلون شامل دى ترڅو انگ سان سوچي په ممکنه توگه صدره منتخب شي.

دسپينې ماڼۍ دخارجه چارو مشير بين روډز وئيلي دي چې ددغه انتخاباتو باوجود دپارلمان ٢٥ فيصده چوکۍ پوځ لپاره مختص دي اؤ زياته کړې يې ده چې دڅو کلونو راهسې وائي چې برما کې سويلين حکومت ته داقتدار دمکملې منتقلۍ لپاره دائيني اصلاحاتو ضرورت دى.

انگ سان سوچي دزيارت په ورځ دريډيو فري ايشيا دميانمار سروس سره يوه مرکه کې وئيلي يې وؤ چې انتخابي عمل تر دې دمه لا مکمل شوى نۀ دى اؤ خپلو پلويانو ته يې په ځان دقابو ساتلو اؤ راتلونکي وخت کې يې دڅه رقم تاؤتريخوالي دځواب ورکولو څخه دډډې کولو اپيل کړى ؤ.

هغې وئيلي وؤ چې دنوي حکومت جوړولو څخه وروستو به اين ايل ډي اصلاحاتو لپاره واضحه اؤ سم هدفونه مقرروي.

هغې وئيلي وؤ ليدى شي چې دکوم منزل پورې خلک رسيدل غواړي هغه لا لرې دى اؤ انتخابات دهغې په لوري لمړى گام دى.

داتوار په ورځ ترسره شوؤ انتخاباتو کې ددريوؤ کروړو څخه زياتو وگړو خپل درايې حق استعمال کړى دى.

بين المللي مبصرينو دغه انتخابات کامياب گرځولي خو دمسلمانانو اؤ نورو اقليتونو درايې دحق استعمالولو څخه په محرومۍ اؤ دوړاندې څخه داچول شوؤ ووټونو دشميرې په غيرشفافيت يې دانديښنې څرگندونه کړې ده.

ميانمار کې ٢٠١١ء کې داوږد پوځي حکومت دخاتمې څخه وروستو سږکال په لمړي ځل انتخابات ترسره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG