لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د خاورې کمر راپرېوتو پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي


د ښار د ختېزې سيمې د مرستيال کمشنر په وينا پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي بلکې د خاورې لاندې ګېر شوي ټول کسان مړه شوي دي .
د ښار د ختېزې سيمې د مرستيال کمشنر په وينا پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي بلکې د خاورې لاندې ګېر شوي ټول کسان مړه شوي دي .

د پاکستان سندهـ صوبې سرښار کراچۍ په ګلستان جوهرعلاقه کې د خاورې کمر راپرېوتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي ، چې پکې ماشومان او زنانه هم شامل دي .

د کراچۍ ښار د شرقي (ختيزې) ضلعې مرستيال کمشنر اصف صديقي د پېښې په اړه ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، دغه پېښه چې د ګلستان جوهر په بلاک ون علاقه کې رامنځته شوې او د خاورې کمر په چوپړو راپرېوتی دی ،۱۳ کسان پکې مړه شوي چې پکې دوه زنانه ، دوه سړي او نور ماشومان شامل دي .

د نوموړي په وينا د خاورې د کمر لاندې دوه کورنۍ ګېرې شوي چې تعلق يې د پنجاب صوبې د بهاولپور او رحيم يارخان سيمو سره دی ، هغه ووئيل دا د خواري کښو خلکو چوپړۍ وې او دويې پکې اوسېدل .

د مرستيال کمشنر په وينا د پېښې په ځايې او چاپېره نوره علاقه کې په شاړو ځايونو کې دغه ډول نورې چوپړۍ هم جوړې دي ، او دا خلک پکې په خپله مرضۍ د کورنو سره پاتې کيږي .

د پښې د علت په اړه د نوموړي وينا وه چې يوه تحقيقاتي کميټې به د پېښې پلټنې کوي ، خو داسې معلوميږي چې د يو پلاټ غټولو دپاره دغه ځايې کنستی شوی او کچه کړی شوی ؤ ځکه د خاورې کمر راغورځېدلی او لاندې يې خلک ګېر شوي دي .

هغه ووئيل امدادي کارونه سرته رسېدلي او د مړه شوؤ کسانو خپلو علاقو ته د رسولو دپاره انتظامات کولی شي .

د چارواکو په وينا د پوليس او رېنجرو عسکر موقعې ته رسېدلي او امدادي کارونه يې سرته رسولي دي .

د کراچۍ کمشنر شعيب صديقي وئيلي د ملبې پورته کولو دپاره يې غټه مشينرې موقعې ته لېږلي او د خاورې لاندې ګېر شوي مړي يې راويستي دي .

په کراچۍ ښار کې دغه ډول چوپړۍ ځايې په ځايې جوړې شوي چې زياتره پرې اُور لګي او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG