د افغانستان په جنوبي صوبه قندهارکې په موټر سائيکل سورو وسله والو د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يوناما يوه ډاکټره په ډزو وژلې ده .
د يوناما ډاکټره تورپېکۍ الفت د ۱۲ کالونو راهسې د يوناما سره کار کولو ، او تراوسه يې د وژنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .
په کابل کې د يوناما دفتر وايس اف امريکا سره په خبرو کې تائيد کړې چې د وسله والو په بريد کې د يوناما افغانه کارکوؤنکې وژل شوې ده .
د يوناما وياند ډومېنيک ميډلې وئيلي اداره د غړې په وژنه سخته په غصه ده .
د کندهار د محکمه صحت مشر ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايس اف امريکا سره په خبرو کې وئيلي تورپېکۍ الفت روغتون د راوړو نه وړاند ساه ورکړې وه .
او د کندهار پوليسو وئيلي د يوناما کارکوؤنکې نن سهار په داسې مهال وژل شوې چې هغه د کور نه دفتر پله روانه وه .
راپورونه وايي بل لور ته د قندهار په شمال کې پرته ضلع غورک کې د افغان حکومتي ځواکونو او مخالفه وسله والو ترمينځ سخته جګړه روانه ده .
د امنيتي سرچينو په وينا د تېرو څلور ورځو راهسې په روانه دغه جګړه کې چې د ضلعې مرکز او خواؤشا سيمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي تر اوسه پورې د ۲۵ پوليسو او پوځي عسکرو د وژل کېدو خبرو نه مخې ته راغلي دي .
وسله والو طالبانو هم مطبوعاتو په لېږلي پېغام کې وئيلي چې د غورک څلور امنيتي پوستې يې نيولي او افغان ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
راپورونه وايي په جګړه کې خواؤشا ۴۰ طالبان وژل شوي او د ۳۲ پورې نور ژوبل شوي دي .
په غورک کې پوځي چارواکو د سختې جګړې خبرونه تائيد کړي خو د اوختو تلفاتو په اړه يې څه معلومات نه دي په ډاګه کړي .
غورک د قندهار په لوئيديز کې له هلمند او اورزګان صوبو سره نزدې پرته ضلع ده .