لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا به د کندوز هسپتال کې وژل شوؤ او ژوبلو ته معاوضه ورکوي


کندوز کې د روانې مياشتې په درېمه نېټه باندې امريکايي ځواکونو د بې سرحده ډاکټرانو په يو روغتون باندې بمباري کړې وه .
کندوز کې د روانې مياشتې په درېمه نېټه باندې امريکايي ځواکونو د بې سرحده ډاکټرانو په يو روغتون باندې بمباري کړې وه .

امريکې وئيلي چې د افغانستان په کندوز ښار کې د امريکايي ځواکونو لخوا په غلطۍ سره د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون شوي بريد کې وژل شوؤ او ژوبلو ته به " تعزيتي معاوضه " ورکوي .

کندوز کې د روانې مياشتې په درېمه نېټه باندې امريکايي ځواکونو د بې سرحده ډاکټرانو په يو روغتون باندې بمباري کړې وه .

د محکمه دفاع وياند پيټر کوک د خالي په ورځ وئيلي د معاوضې پېسې چې تعين يې نه دی شوی څومره به وي ، دا به غېر جنګي ملکي ژوبلو وګړو او امريکايي بريد کې د وژل شوؤ خپلوانو ته ورکولی شي .

طبي ډلې (ګروپ) اېم اېس اېف وئيلي فضائي بريد کې ۱۰ ناروغان او ۱۲ د اېم اېس اېف غړي وژل شوي دي ، ادارې د زيارت په ورځ وئيلي چې نهه ناروغان او اېم اېس اېف ۲۴ غړي تراوسه بې درکه دي .

د فضائي بريد وروستو اېم اېس اېف په کندوزکې خپلې هلې ځلې ودرولې او د جنېوا کنونشن لاندې يې د بريد د پلټنو غوښتنه کړې وه .

د امريکې صدر باراک اوباما په فضايي بريد د شورو په ورځ د طبي ډلې د مشر ډاکټر جېني ليو معذرت کړی ، کومه چې امريکايي ځواکونو د افغان چاورواکو په خواست کړې وه چې په روغتون کې دننه طالب جنګيالي پټ دي .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي صدر اوباما، ليو سره خبرې کړې په پېښه يې ورسره معذرت او غمرازي څرګند کړې ده .

د ارنسټ په وينا دغه کېس يا دغه پېښه چې دا يوه غلطي وه ، صدر اوباما غواړي چې د واقعې اصليت معلوم شي چې څه شوي دي .

د وياند ترمخه اوباما د افغانستان صدر اشرف غني ته هم په ټيلي فون باندې د روغتون په پېښه کې د عامو ملکي وګړو په وژنه غمرازي او د وسله والو طالبانو سره په جګړه يي د افغان ځواکونو د بهادرۍ ستائنه کړې ده .

امريکايي چارواکي هم پلټنې کوي چې ولې يې ځواکونو په افغانستان کې د خپل واک نه تجاوز کړی او فضائي بريد يې کړی دی .

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال جان کمېپبل وئيلي په امريکا باندې د افغان ځواکونو په خواست د شوي بريد تور لګولی شي ، خو دا سوال په خپل ځايې دی چې امريکا ورسره په دغه بريد باندې صلاح وه .

تېر کال چې صدر اوباما په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جنګي عملياتو ختمولو وئيلي او هلته يې د ۹۸۰۰ امريکايي عسکرو پاتې کېدو او د افغان ځواکونو د روزنې په خبره د هغويې د توجه ساتلو وئيلي ؤ .

نوموړي امريکايي ځواکونه په درېو حالتونو کې د طاقت د کارېدو پورې محدود کړي وو ، د امريکايي او اتحادي ځواکونو د دفاع، د القاعده په ضد د عملياتو په وخت د مرستې، او د افغان ځواکونو په انتهايي حالاتو کې چې د عامو خلکو وژنې روانې وي مرستې کول شامل وو .

دا نه ده په ډاګه چې امريکايي ځواکونو په روغتون په کومو حالاتو کې بمباري کړې ده .

کېمپبل د کانګريس کمېټۍ ته وئيلي چې په روغتون باندې بريد په غلطۍ سره شوی او امريکا کله هم په ارادې سره طبي اسانتياوې ورکوؤنکي نه په هدف کوي .

نوموړي وئيلي امريکايي ځواکونو ته يې امر کړی چې په افغانستان کې د خپل طاقت د استعمال بيا تربيت حاصل کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG