لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستاني فنکارانو ته د ګواښونو معامله خطرناکه ده"


 هندو تندروه تنظم شیوسینا لخوا دپاکستان دغزل وئیلوتکړه هنرمند غلام علي په ممبۍ کې خپل کنسرټ منسوخ کړی ؤ
هندو تندروه تنظم شیوسینا لخوا دپاکستان دغزل وئیلوتکړه هنرمند غلام علي په ممبۍ کې خپل کنسرټ منسوخ کړی ؤ

دپاکستان خارجه ترجمان وئیلي د هند د تندروه تنظیم شیوسینا له لوري پاکستاني هنرمندانو ته ورکړی شوې دړکې د افسوس وړ اؤ د کلتوري اړیکو دپاره خطرناکې دي.
هغه وئیلي ځانته تر ټولو لویې جمهوري اؤ سیکولر وئیونکی هیواد باید د اقلیتونو تحفظ هم وکړي.
د زیارت په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې میډیا ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت د خارجه دفتر ترجمان قاضي خلیل الله وویل شیوسیناچې پاکستاني هنرمندانو ته کوم ګواښونه کړي دهندوستان حکومت باید دهغې نوټس واخلي ځکه چې د دواړو هیوادونو تر مینځ داړیکو ښه والي دپاره د کلتوري ډلو تګ راتګ ضروري دی.
دې نه وړاندې میډیا باندې داسې راپورونه خپاره شوي وؤ چې د هندو تندروه تنظم شیوسینا لخوا دپاکستان دغزل وئیلوتکړه هنرمند غلام علي په ممبۍ کې خپل کنسرټ منسوخ کړی ؤ خو بیا د دهلي حکومت هغه ته په پلازمینه کې د کنسرټ کولو بلنه ورکړې وه.
افغانستان سره د اړیکو په بابله د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي خلیل الله وویل پاکستان افغانستان سره د ښو اړیکو اؤ په دغه هیواد کې د سولې اؤ امن پلوي دي.
هغه افغانستان کې په ترسره شوؤ وروستیو حملو کې د پاکستاني ایجنسو د لاس لرنې تورونه رد کړل اؤ وئ وئیل په دغو خبرونو کې هیڅ صداقت نشته.
پاکستان کې دداعش د موجودګۍ په هکله دخارجه دفتر ویاند وویل "په یو صورت به هم پاکستان په خپله خاوره د داعش وجود ونه زغمي"
دهغه وینا وه ترهګري چې په هر شکل وي پاکستان یې مخالفت کوي اؤ دداعش یو شی هم اسلامي نه دی چې هغې ته دې ایي ایس ایی یا ایي ایس ایي ایس وویل شي.
د شام د وضعیت په هکله د یوې پوښتنې ځواب کې ویاند وویل د شام په اړه د پاکستان دریځ اصولي دی اؤ مونږ په شام کې د وژنو اؤ ربړؤنو خلاف یو، غواړودغه مسله باید دمذاکراتو د لارې سیاسي هواري ومومي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG