لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي بريدونه دمينځني ختيز دتحفظ ضمانت دى،بشارالاسد


 داتوار په ورځ په ايراني ټي وي خپره شوې مرکه کې صدر اسد وويل شام کې دروس دپوځي کارروائيو مقصد مينځنى ختيز دتباهۍ څخه ژغورل دي.
داتوار په ورځ په ايراني ټي وي خپره شوې مرکه کې صدر اسد وويل شام کې دروس دپوځي کارروائيو مقصد مينځنى ختيز دتباهۍ څخه ژغورل دي.

دشام صدر بشارالاسد وئيلي دي دهغه دحکومت، روس اؤائتلافيانو لخوا شام کې پوځي کارروايۍ تباهۍ څخه دمينځني ختيز دژغورلو لپاره زياتې ضروري دي.

داتوار په ورځ په ايراني ټي وي خپره شوې مرکه کې صدر اسد وويل شام کې دروس دپوځي کارروائيو مقصد مينځنى ختيز دتباهۍ څخه ژغورل دي.

هغه وويل که چرې دا کارروايۍ کاميابې نۀ شوې نو مونم به ديو يا دوؤ رياستونو نۀ بلکې دټولې سيمې دتباهۍ اؤ بربادۍ سره مخ شو.

شامي صدر دعوه وکړه چې دتندروه ډلې داعش په ضد دامريکا په مشرۍ جوړ شوي نړيوال ائتلاف شام کې دتير يو کال راهسې دروانو فضائي بريدونو له امله زيان اوښتى.

هغه تور ولگولو چې دامريکائي ائتلاف دکارروائيو په نتيجه کې ترهه گري خوره شوې اؤ تندروه تنظيمونو ته دنورو کسانو دبهرتي کولو موقع ترلاسه شوې ده.

ددې برعکس دهغه په قول شام، روس، ايران اؤ په عراق مشتمل ائتلاف دترهه گرۍ په ضد حقيقي نتيجې ترلاسه کړي دي.

روس روانه اوونۍ کې دفضائي کارروائيو پيل کړى ؤ، دشام اؤ روس دحکومتونو دريځ دى چې دروسي جنگي الوتکو شام کې الوتنې دترهه گرۍ په ضد ددواړو هيوادونو ترمينځ دترسره شوې لوظنامې لاندې ترسره کيږي چې هدف يې دتندروه ډلې داعش ځالې دي.

خو شامي حزب اختلاف اؤ دصدر اسد دپلوي پوځ په ضد دجنگيدونکو ياغيانو تور دى چې روسي الوتکې دداعش ترڅنگ دهغوي په ځالو هم بمباري کوي.

امريکا، فرانس اؤ برطانيه دريځ لري چې دروس لخوا شام کې دپوځي مداخلت مقصد سيمه کې دخپل مهم ائتلافي بشارالاسد دحکومت تحفظ دى دکوم په ضد چې ياغيانو ته اوس اوس ديادونې وړ کاميابۍ ترلاسه شوي دي.

په عين حال کې دروس ددفاع وزارت وئيلي دي چې شام کې دهغوي دجنگي الوتکو حملې روانې دي اؤ دتير يو شواروز په مهال روسي الوتکو دداعش لږ ترلږه لس ځالې په نخښه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG