لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل اؤ اسلام اباد د اړیکو زور کراچۍ کې افغانانو نه اوځي ؟


د پاکستان حکومت د يو اېن اېچ سي ار په مرسته د روان کال تر اخرې پورې افغان رجسټرډ کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره پي او ار يا د رجسټريشن د ثبوت کارډونه ورکړي دي .
د پاکستان حکومت د يو اېن اېچ سي ار په مرسته د روان کال تر اخرې پورې افغان رجسټرډ کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره پي او ار يا د رجسټريشن د ثبوت کارډونه ورکړي دي .

د پاکستان ټر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي په ورستيو مياشتو کې په دغه ښار کې پوليسو په سلګونو کډوال نيولي او په جېلونو کې يې بند کړي دي . ځينې کډوال وايي چې د پاکستان او افغانستان اړيکې خرابې شي د دويې د نيولو عمل تُند شي .

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ يو مشر حاجي عبدالله بخاري وايي هسې خو تېر کال په پښور کې په ارمي پبلک سکول د حملې نه پس د کډوالو د نيولو لړۍ پېل شوې وه خو د تېر اګست په مياشت کې دغه سلسله تېزه شوه او په کراچۍ کې په سلګونو کډوال ونيول شو .

" د اګست په اول تاريخ دا شورو شوی ؤ او دا خاص د کارډ دپاره نه ؤ په نوم افغان به پوليسو نيولی يوه مياشت شپه او ورځ دا ګرفتارۍ شورو وې وې تقريباً ۶۵۰ کسان نيول شوي ؤ او اوس د کراچۍ په جېلونو کې ۴۵۰ کسان قېد دي چې د زياترو سره پکې کارډونه (پي او ار) نشته" .

عبدالله وايي کارډونو والا کسان خو ځينې د پوليس نه او ځينې بيا د عدالتونو نه خوشي شو ، خو دغه کسان چې په جېلونو کې بند دي د دويې د خوشي کېدو دپاره مونږ په خپله او د قونصلګرۍ لخوا هڅې کوؤ چې دويې خوشي شي ولې زياترو ته پکې په غېرقانونه توګه د پاتې کېدو په جرم کې د بند سزاګانې واورول شي.

د بلوچستان د پشين سيمې سره تعلق لرونکی بشيرخان چې د کراچۍ په ملير سيمه کې خپل هوټل لري وايي په دغه علاقه کې هم ډېر افغان کډوال مېشت دي او ماښام د ده په هوټل رايوځايې کيږي کښيني ، نوموړی وايي هر وخت نا کله کله د کډوالو د نيولو عمل تُند شي . هغه وايي چې کله په اخبارونو کې د پاکستان او افغانستان لخوا د يو بل په ضد بيانونه راشي د کډوالو د نيولو لړۍ پېل شي .

" کله تعلقات ښه وي (د پاکستان او افغانستان) نو بيا هيڅ مسله هم نه وي چې کله تعلقات لږ تريخ غوندې شي د هغې نه پس د افغان مهاجرينو ستونزې ډېرې شي او ډېر تنګول يې شورو شي" .

په کراچۍ کې د افغانستان قونصل جنرل شاه احمد سعيد ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ووئيل زما په خيال په دومره شمېره کې کډوال په جېلونو کې بند نه دي .

نوموړي زياته کړه يواځې په تېره مياشت کې مونږ د ۱۰۰ پورې کډوال د کراچۍ او حېدراباد د جېلونو نه ازاد کړي او د سپين بولدک د لارې مو افغانستان ته استولي دي . هغه ووئيل مونږ په دغه کار ځان خبر ساتو او چې څنګه معلومات ترلاسه کړو په کراچې يا حېدراباد او نورو سيمو کې کډوال نيول شوي د خوشي کولو هڅې يې پېل کوؤ .

حاجي عبدالله وايي مونږ په خپله قونصلګري خبرؤ خو چې د صوبې د محکمه داخله لخوا قونصلګرۍ ته د نيول شوؤ افغان کډوالو خبر ورکړی شي نو د هغې وروستو پرې هغويې خپله کارروائي شورو کوي .

د پوليس لخوا د کډوالو ځورولو او نيولو په اړه چې ډيوه ريډيو د کراچۍ د کمشنر شعيب احمد صديقي نه پوښتنه وکړه نو هغه ووئيل په غېر قانونه توګه د پاتې کېدونکو کډوالو په ضد خو د وړاندې نه عمليات کيږي ، او نوموړي وايي داسې کومه خبره نشته چې د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو خرابېدو سره د کډوالو نيول کېده زيات شي .

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه په پاکستان کې ۱۵ لاکه افغان رجسټرډ کډوال دي ، چې پکې خواؤشا ۶۷زره په سندهـ صوبه او زياتره په کراچۍ کې مېشت دي .

د سندهـ صوبايي حکومت وايي په صوبه کې د غېررجسټر افغان کډوالو شمېره د لاکونو په حساب ده چې کومه کره شمېره يې نه ده معلومه . او کډوال په خپله وايي چې د يو لاک نه کم غېررجسټرډ کډوال په کراچۍ کې ژوند کوي .

د پاکستان حکومت د يو اېن اېچ سي ار په مرسته د روان کال تر اخرې پورې افغان رجسټرډ کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره پي او ار يا د رجسټريشن د ثبوت کارډونه ورکړي دي . د پاکستان چارواکي وايي روانه مياشت کې به د غېرقانونه افغان کډوالو رجسټرېشن شورو کوي چې مقصد يې يواځې د افغانانو بيرته خپل هېواد ته د لېږلو دپاره سفري دستاويزات جوړل دي .

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه په روان کال کې د پاکستان نه ۵۰ زره رجسټرډ افغان کډوال بيرته خپل ملک ته ستانه شوي چې پکې د نيمې نه زياته شمېره د خېبرپښتونخوا صوبې نه د بيرته تلو کډوالو ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG