لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انضمام الحق په ټاکنه دافغانستان د کرکټ د مینه والو دلچسپې تبصرې


د انضمام الخق تعلق د پنجاب ملتان ښار سره دی
د انضمام الخق تعلق د پنجاب ملتان ښار سره دی

د افغانستان کرکټ ټیم د زمبابوی د دورې دپاره د پاکستان کرکټ ټیم د پخواني کپتان انضمام الحق د هیډ کوچ په توګه ټاکنه باندې د افغانستان دکرکټ دمینه والو له لوري په سوشل میډیا دلچسپې څرګندونې روانې دي.

اؤ د کرکټ ځینې مینه وال که دغه عمل د افغانستان د کرکټ په ګټه بولي نو زیاتره پرې ناخوښه دي اؤ د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو په دغه فیصله سختې نیوکې کوي.

افغان کرکټ بورډ انضمام الحق د زمبابوی د دورې دپاره د خپل ټیم هیډ کوچ مقرر کړی،

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ټیم د پینځوؤ یو ورځنو اؤ دوؤ ټي 20 میچونو دپاره د 16 اکتوبر څخه د زمبابوی په په دوره ځي.

پخواني پاکستاني کپتان انضمام خبریالانو سره خبرو کې وئیلي د افغانستان کرکټ بورډ ورپسې د تیرو دوؤ کالو راهسې لګیدلی ؤ چې باید د دریوؤ کالو دپاره د افغان کرکټ ټیم د هیډ کوچ په توګه خدماتو ترسره کولو ته غاړه کښیږدي.

خو هغه وویل په موجوده وخت کې یې یوازې د زمبابوی د دورې دپاره د افغان کرکټ ټیم د هیډ کوچ ذمه پغاړه اخستې اؤ ژمن هم دی چې خپله دغه ذمه واري به د زړه د تل څخه سرته ورسوي.

خو په سوشل میډیا بیا د انتظام الحق په دغه ټاکنه د افغانستان د کرکټ مینه والو تاوده بحثونه پیل کړي دي اؤ چرته که یوه طبقه خلک د انضمام ټاکنې ته په ښه نظر ګوري هلته په ګڼ شمیر کې د افغان کرکټ ټیم مینه وال په دغه ټاکنه سخت ټکونه کوي.

د افغان کرکټ ټیم د کوچ په توګه د انضمام الحق په ټاکنه دغه نیوکې هم زیاتره په سیاسي اؤ جذباتي بنیادونو ولاړې دي اؤ لکه څنګه چې د افغانستان دننه دا مهال په اولسي کچ د پاکستان مخالف جذبات سیوا دي همدغه شان یوازې د پاکستاني شهریت په لرلو انضمام د نیوکو لاندې دی.

د عبیدالله بیدار په نوم د هیډ کوچ په توګه د انضمام په ټاکنه په سوشل میډیا فیس بک داسې لیکي "یواځې دکرکټ ملي لوبه وه چې خواره واره افغانان پرې راټولیدل پدې کار سره لکه چې له دې هم خلاص شول"

همدغه شان حبیب الرحمان نومې تن پخپله تبصره کې لیکي"د رقیب نه داسې طمعه درلودل زما په اند غلط کار دی"

خو وحیدالله راز بیا لیکي "دا موضوع په سیاست پورې اړه نه لري لوبه ځان ته اصول لري"

حبیب میرخیل نومې تن خپله تبصره په دې ډول کړې ده"پاکستان او پاکستانیان کله هم زموږ په ګټه کار نه کوي، خلک د پاکستان په تحریم لګیا دی او کرکټ بورډ پاکستانیان په دندو ګماري "

خو انضمام الحق چې پخپله د پاکستان دپنجاب صوبې دملتان سیمې سره تعلق لري اؤ د پاکستان د مذهبي ډلې تبلیغي جماعت سره ژورې اړیکې لري دهغه په هکله د لکړوال شینواري تبصره بیا داسې ده چې "د خیره ټول به تبلیغیان کړي"

کبیر خان مشفق، زاهد خلیل،خیال محمد اؤ ابو سباوؤن بیا پخپلو تبصرو کې د انضمام د هیډ کوچ په توګه ټاکنه یو ښه اقدام ګرځولی دي اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دده ټاکنه به د افغان ټیم په ګټه ثابته شي.

د افغانستان کرکټ ټیم د کوچ په توګه له دې وړاندې پاکستاني لوبغاړو راشد لطیف اؤ کبیرخان هم دندې ترسره کړي دي اؤ خو د هغوئ په ټاکنه دومره بحثونه نه وؤ شوي.

البته د افغانستان د کرکټ بورډ سرچینې وايي د پاکستاني کوچز په ټاکنه کې هغوئ ته دا ګټه وي چې د افغانستان زیاتره لوبغاړي په انګلش نه پوهیږي اؤ په اردو ژبه اسانۍ سره د پاکستاني کوچ نه زده کړې کولی شي.

د افغان کرکټ ټیم پخواني هیډ کوچ اینډي مولس چې تعلق یې د انګلینډ سره ؤ هم منلې ده چې د خپل ماموریت په یو کلنه موده کې که ورته لویه ستونزه وه نو هغه دا وه چې افغان کرکټ ټیم کې شامل زیاتره لوبغاړي په انګریزۍ نه پوهیدل اؤ پښتو یا فارسې هغه له نه ورتله

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG