لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبين المللي اين جي او گانو لپاره دنوې تگلارې اعلان


 اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل چې دخواست ترلاسه کيدو څخه وروستو شپيتوؤ ورځو کې به دې لړ کې کارروائي مکملولى شي اؤ دهغه په قول دا کار به يواځې داخله وزارت کوي.
اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل چې دخواست ترلاسه کيدو څخه وروستو شپيتوؤ ورځو کې به دې لړ کې کارروائي مکملولى شي اؤ دهغه په قول دا کار به يواځې داخله وزارت کوي.

دپاکستان دکورنو چارووزير چوهدري نثار علي خان هيواد کې دکارکوونکو غيرحکومتي تنظيمونو په اړه دزيارت په ورځ په لمړي ځل دقومي پاليسۍ اعلان کړى دى.

ددې پاليسۍ لپاره تيارۍ دتيرو دريوؤ مياشتو راهسې روانې وې، دنوې تگلارې لاندې به ټول بين المللي غيرحکومتي تنظيمونه يا اين جي او گانې شپيتوؤ ورځو کې دننه اندراج لپاره بيا دسره خواست ورکوي، دکورنو چارو دوزير په قول دغه ټول عمل به دان لا ئن نظام له لارې مکمولولى شي.

اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل چې دخواست ترلاسه کيدو څخه وروستو شپيتوؤ ورځو کې به دې لړ کې کارروائي مکملولى شي اؤ دهغه په قول دا کار به يواځې داخله وزارت کوي.

دکورنو چارو وزير وويل کومو بين المللي اين جي او گانو ته چې هيواد کې دکار کولو اجازه ورکړل شوې هغوي ته به دريوؤ کلونو لپاره دمفاهمت په يادداښت لاسليک هم کول وي چې پکې به دهغوي دکار ددائرې تعين کولى شي.

هغه وويل ديو باقاعده څارنې نظام جوړ کړل شوى ، دا نۀ چې دمفاهمت يادداښت يا ايم او يو دې ديو ځانگړي مقصد لاندې لاسليک شي اؤ کار دې هغه څه بل څه کوي، دا به نۀ کيږي، دې لپاره باقاعده يوه څارنيزه کميټي جوړه کړى شوې ده اؤ هغه هم داخله وزارت کې ده

چوهدري نثار وويل پاکستان کې کارکوونکو بين المللي غيرحکومتي تنظيمونو ته به دخپل کار لپاره دمالي وسيلو ترلاسه کولو څخه دمخه دپاکستان دحکومت څخه اجازت اخستل وي

هغه وويل هغه وويل که چرې کوم تنظيم په غيرقانوني طريقې سره دمالي وسيلو ترلاسه کولو يا کالعدم تنظيمونو سره رابطو کې ککړ وموندل شو اندراج به يې منسوخولى شي.

هغه دا خيال رد کړو چې گنې دپاکستان حکومت دغيرملکي اين جي او گانو په ضد سخته کارروائي کوي اؤ زياته يې کړه زياتره اين جي او گانې چې مثبت کار کوي دهغوي په کار کې به اسانتيا ورکوي.

په ډاگه دې وي چې سږکال دجون په مياشت کې دپاکستان حکومت دماشومانو دخيرښيگړې لپاره دکارکوونکي يو بين المللي تنظيم سيو دي چلډرن اسلام اباد کې موقعيت لرونکى دفتر تړلى ؤ خو وروستو دغه تنظيم ته دکار کولو اجازه ورکړل شوې وه.

که هر څو دبين المللي اين جي او گانو په اړه دمتعارف کړل شوې دغه تگلارې په اړه دغيرسرکاري تنظيمونو له لوري په سمدستي توگه کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى خو دسيو دي چلډرن ددفتر دتړل کيدو وروستود بين المللي اؤ سيمه ييزو غير حکومتي تنظيمونو دفعاله غړو له لوري تحفظات څرگند کړل شوي وؤ چې که چرې دهغوي کار سخت کړل شو نو ددې په نتيجه کې به هاغه پاکستانيان اغيزمن کيږي دکومو داسانتيا لپاره چې هغوي کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG