لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس په شام کې فضايي بمباري په "اُور د تېلو اچولو برابر ده"، امريکا


د امريکې د دفاع وزير په ډاګه کړې چې په شام کې د روس د فضايي عملياتو باوجود به امريکا او اتحاديان يې د داعش په ضد عمليات دوامداره ساتي .
د امريکې د دفاع وزير په ډاګه کړې چې په شام کې د روس د فضايي عملياتو باوجود به امريکا او اتحاديان يې د داعش په ضد عمليات دوامداره ساتي .

د امريکې د دفاع وزير ايش کارټر وئيلي چې د روس لخوا په شام کې د صدر بشارالاسد په ملاتړ کې د فضايي کارروايۍ پېل کول هلته د څلورنيمو کالو د روانې خانه جنګۍ په اُور د تېلو اچولو برابر ده .

د شورو په ورځ واشنګټن کې يوې خبري غونډې په وينا کې د امريکې د دفاع وزير په ډاګه کړه چې په شام کې د روس د فضايي عملياتو باوجود به امريکا او اتحاديان يې د داعش په ضد عمليات دوامداره ساتي .

له دې وړاندې د امريکې د محکمه خارجه وياند جان کربي په خپل يو بيان کې وئيلي ؤ چې د شورو په ورځ شام کې د فضايي حملو د پېلولو نه لږ وړاندې روس په بغداد کې امريکايي سفارتکارو ته د خپلې کارروايۍ پېشګي خبر ورکړی ؤ، او خواست يې کړی ؤ چې د روسي الوتکو د شام په فضايي حدودو کې د موجودګۍ په مهال دې امريکا خپلې جنګي الوتکې هلته نه لېږي .

روسي چارواکو او د شام حکومت وئيلي چې د روس دغه فضايي حملې د ترهګرۍ په ضد د دواړو ملکونو ترمينځ د شوي تړون لاندې ترسره شوي او هدف يې تُندلارې ډله داعش وه .

خو په شام کې د اپوزيشن مشرانو او صدر بشارالاسد د حکومت په ضد سرګرم ياغيانو دغه ادعاوې رد کړي او تور يې لګولی چې روس په ځينو داسې علاقو بمباري کړې چرته چې داعش شتون نه لري او دغه علاقې دميانه روه ياغيانو په ولقه کې دي .

د امريکې د دفاع وزير خبرې غونډې ته په وينا کې په سمدستې توګه د شام د اپوزيشن مشرانو د دغې ادعا د پخلې کولو نه ډډه کړې خو وئيلي يي دي چې روس د شام د منځنۍ صوبې حماه د کوم ښار سره نزدې بمباري کړې هلته د داعش د موجودګۍ کوم خبر نشته .

ايش کارټر ووئيل د صدر بشارالاسد د حکومت په ډاګيزه ملاتړ کولو روس په سيمه کې هغو ټولو قوتونو ته مخامخ شو کوم چې د اسد د حکومت په ضد لګيا دي .

هغه ووئيل امريکا د روس دغه پاليسي کله هم نه مني او د روس دغه تګ لاره به د ماتې خوړو سره مخ کيږي .

د يو سوال په ځواب کې ايش کارټر ووئيل د امريکې دريز واضح دی چې په شام کې داعش او نورو ُتندلارو ډلو ته هغه وخت پوره ماتې ورکول کېدی شي چې کله په ملک کې سياسي هلې ځلې هم بيا د سره شورو کړی شي .

نوموړي د امريکې هغه دريز بيا تکرار کړو چې په راتلونکې کې په شام کې په جوړېدونکي انتظام کې د بشارالاسد هيڅ ځايې نشته .

د امريکې دفاع وزير په شام کې د حملې نه يواځې يو ساعت وړاندې امريکايي چارواکو ته په خبر ورکولو هم نيوکې وکړې او ويې وئيل چې امريکا ته د روسي پوځ د دغې غېرپېشه ورانه طريقې کله هم اميد نه ؤ .

د شام د اپوزيشن ګوندونو او ياغي ډلو د نمائنده اتحاد " سيريئن نيشنل کوليشن" مشر خالد خوجه په ټويټر باندې ليکلي چې د روسي جنګي الوتکو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي .

او د شام د اپوزيشن سره اړونده ډلې ياغي پوځ " فري سيريئن ارمي " يو کمانډر مېجر جميل الصباح خبري ادارې روئيټرز ته وئيلي روسي جنګې الوتکو چې د حماه کومه علاقه په هدف کړې هلته د فري سيريئن ارمي مرکز جوړ دی ، او هلته داعش وجود نه لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG