لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: وسله والو طالبانو په کندوزکې حملې کړي


د کندوز ښار د اوسېدونکو په وينا طالبانو د کابل په کندوز په لويه لار تالاشيانو شورو کړي ، او ډلې ډلې ځايې په ځايې د جګړې دپاره په مورچو ناست دي .
د کندوز ښار د اوسېدونکو په وينا طالبانو د کابل په کندوز په لويه لار تالاشيانو شورو کړي ، او ډلې ډلې ځايې په ځايې د جګړې دپاره په مورچو ناست دي .

د افغانستان په شمالي ښار کندوز کې وسله والو طالبانو د مختلفو اړخونو نه حملې پېل کړي دي . پوليس وايي د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمينځ په درېو مختلفو ځايونو کې سخته جګړه روانه ده .

د کندوز د پوليس وياند ترمخه دغه حملې چې نن د ګل په سحر پېل شوي دي ، په خان اباد، چاردره او امام صاحب علاقو کې زوروره جګړه روانه ده .

د کندوز ښار د اوسېدونکو په وينا طالبانو د کابل په کندوز په لويه لار تالاشيانو شورو کړي ، او ډلې ډلې ځايې په ځايې د جګړې دپاره په مورچو ناست دي .

د اتوار په ورځ د افغانستان ختيزه صوبه ننګرهار کې د داعش ډلې وسله والو په مختلفو پوستو بريدونه کړي وو، او د افغان چارواکو په وينا حکومتي ځواکونو دغه حملې په شا تمبولې وې .

د افغان چارواکو په وينا په افغانستان کې د داعش ډلې د موجودګۍ د خبر نه څو مياشتې پس د دغه ډلې لخوا په حکومتي ځواکونو دا لمړۍ غټه حمله وه .

د راپورونو ترمخه په دغه بريدونو کې ۸۵ وسله وال او درې افغان پوليس وژل شوي ، او د ننګرهار د اچين ضلعې مشر حاجي غالب مجاهد وايس اف امريکا ته وئيلي ؤ په وسله والو کې زياتره پاکستانيان وو .

د اتوار په ورځ په پکتيکا صوبه کې د والي بال په يو مېدان کې د لوبې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه نهه کسان مړه او د ۵۰ پورې نور ژوبل شوي وو .

څيړونکي وايي په ننګرهار کې د داعش د هلوځلو سېوا کېدو چرته چې دويې د طالبانو سره هم په جګړه دي ، دا به د افغانستان په ځواکونو فشار زيات کړي چې وسله وال په قابو کې وساتي .

امريکې په افغانستان کې د داعش په موجودګۍ اندېښنې څرګندې کړي ، او وئيلي يي دي د دغې ډلې د مخنيوي دپاره به کلک ګامونه اخيستل وي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG